دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 125936
د قبایلو وزیر او ننګرهاروالي د ګوشتې سرحدي پوستې ولیدې
د ننګرهار ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې په دې سفر کې د قومونو او سرحداتو وزير محمد ګلاب منګل په مشرۍ راغلي پلاوي،
د قومونو او سرحداتو وزير، ننګرهار والي او د امنيتي ادارو مسولينوپه ګوشته کې د سرحدي پوليسو پوستې له نږدې وکتلې
د ننګرهار ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې په دې سفر کې د قومونو او سرحداتو وزير محمد ګلاب منګل په مشرۍ راغلي پلاوي،
ننګرهار والي سليم خان کندوزي او يو شمېر نورو مسولينو د شمشاد، سنګر او انارګي پوستو څخه کتنه وکړه.
د دغې کتنې پرمهال د قومونو او سرحداتو وزير محمد ګلاب منګل وويل، چې د ولسمشر او امنيت شورا د پرېکړې سره سم يې د ننګرهار ولايت د امنيت ارزونې او څېړنې په موخه سفر کړی دی.
منګل وويل، چې له دغې کتنې څخه يې موخه داده ترڅو پر ګوشتې او لعلپورې ولسواليو د شویو بريدونو څېړنه وکړي، چې له امله يې يو تن سرتيری شهيد شوی و او د سرحدي سرتيرو احوال اخيستنې تر څنګ د دوی ستونزې او غوښتنې واورې.
منګل زياته کړه، چې افغان امنيتي ځواکونه د دې توان لري ترڅو په راتلونکې کې د دا ډول بريدونو مخنيوی وکړي.
ننګرهار والی سليم خان کندوزي د سرتيرو د زړه ورتيا او شجاعت ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې سرتيرو د ولسونو زړونه ګټلي دي او په دې وروستيو کې ولسونو د خپلو سرتيرو د ستاينې په موخه د دوی انځورونه په لارو او چوکونو کې ځړولي او خپل بشپړ ملاتړ يې له دوی څخه اعلان کړی دی.
کندوزي د دغې کتنې پرمهال د سرتيرو ستاينې او مکافات ترڅنګ پر هغوئ يو شمېر اړين توکي هم وويشل او ډاډ ورکړ، چې له خاورې څخه په دفاع کې به مرکزي حکومت سرتیري په ټولو امکاناتو مجهز کړي.
په سرحد کې مېشتوامنیتي سرتيرو وويل، چې دوی له هيچا کم نه دي او د دې توان لري، چې له خپل حریم څخه په مېړانه دفاع وکړي.
سرتیرو وويل، چې د ژوند تر وروستۍ سلکۍ به له خپلې خاورې ساتنه وکړي او د هېواد څخه په دفاع کې هر ډول سرښندنې او قربانۍ ته تيار دي.
p

https://avapress.com/vdcbfsb80rhb59p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته