دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 95523
د کابل د نړیوال هوايي ډګر جګړه پاى ته ورسېده،ځانوژونکې ووژل شول
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې پر کابل نړيوال هوايي ډګر پيل شوى بريد له پنځو ساعتونو وروسته د څلورو بريدګرو پر وژلو پاى ته ورسېد.
دغه بريد نن سهار څلور بجې پيل او د سهار تر نهو بجو يې دوام درلود.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي، چې څلور بريدګر وژل شوي او په پېښه کې افغان امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى.
همدارنګه کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال ستر پاسوال محمدايوب سالنګي وايي، چې درې ځانمرګي د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي او يوه بل يې خپله ځان ته چاودنه ورکړې ده.
سالنګي هم وويل، چې بريد پاى ته رسېدلى او امنيتي ځواکونه د هغې نيمګړې ودانۍ د چاڼ په حال کې دي، چې بريدګرو ترې کار اخيست.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې په دغه بريد کې وسله والو په کابل نړيوال هوايي ډګر کې ځيني ځانګړي هدفونه ويشتلي دي.
نوموړي همدارنګه ادعا وکړه، چې په دې پېښه کې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbfsb9.rhbs5p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته