دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۳۴
د مطلب کود : 98593
محمدي: ملي اردو ځواکونه به هیڅلکه د افغان سیاستوالو تر تاثیر لاندې رانشي
د افغانستان دفاع وزارت ډاډ ورکړی چې؛ د هیواد ملي اردو به په انتخاباتي او سیاسي مسایلوکې بې طرفه وي.
د دفاع وزیر بسم الله محمدي چې نن یې د پوځ له دوه زرو څخه زیاتو افسرانو او سرتیرو دفراغت په مراسمو کې خبرې کولې؛ وویل، چې د ملي اردو ځواکونه به هیڅلکه د افغان سیاستوالو تر تاثیر لاندې رانشي.

"په سیاسي مسایلو کې ستاسو اردو بې طرفه ده، په انتخاباتي مسایلوکې بې طرفه وه او تل مو ټینګار کړی چې اردو په سیاست کې داخل نه شي؛ د افغانستان ملي اردو همدارنګه د افغانستان د ملي نوامیسو ساتوونکې پاتې کیږي."

د دفاع وزیر همدارنګه د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو څخه وغوښتل چې هرڅومره ژر یوې سیاسي موافقې ته ورسیږي او په هیواد کې د بې ثباتۍ وضعیت پایته ورسوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfsb9.rhbw9p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته