دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 108935
جمهور رئیس غني په میدان وردګو کې د ملکي وګړو د سورلۍ پر موټر وسله وال تروریستي برید او په غزني کې د ماین ایښودنه په کلکه وغندله.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په میدان وردګو کې د ملکي وګړو د سورلۍ پر موټرو وسله وال تروریستي برید او د غزني په ولایت کې د ماشومانو په ورزشي لوبغالي کې د ماین ایښودنه چې له امله یې د ماشومانو په شمول زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوال شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول، په کلکه وغندله.
جمهور رئیس غني په داسې حال کې چې د امریکا د متحده ایالاتو په رسمي سفر بوخت دی، په میدان وردګو او د غزني په ولایت کې زموږ د بې ګناه هېوادوال د وژل کېدو له امله په ژوره توګه خواشینی شوی او دغه تروریستي بریدونه یې د ټولو منل شویو انساني او اسلامي ارزښتونو پرخلاف ناروا عملونه او ترسره کوونکي یې د اسلام او د افغانستان د خلکو دښمنان بللي دي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbfwb8srhbg9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته