دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 117331
روسیې د لیرې واټن پر توغندیو سوریه وویشته
د روسیې دفاع وزیرسرګي شویګو وویل، څلور روسیي جنګي بیړیو د کسپین له سمندرګي نژدې یو نیم زر کیلومتره لرې د سوریې په لویدیځ کې پر داعش ۲۶ توغندي وویشتل او خپل ټول هدفونه یې له منځه یووړل. شویګو زیاته کړه چې په دې برید کې ملکي سیمې نه دي لګیدلي.

په سوریه کې د روسیې د پوځي عملیاتو په اړه د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو تیره ورځ په سوچي کې د روسیې له ولسمشر سره په ګډې غونډې کې د هغو بریاوو په اړه چې روسانو په سوریه کې ترلاسه کړي دي، وویل:

((د سپتمبر له دیرشمې، د قوماندې ۱۹ مرکزونه، ۱۲ سلاکوټونه، ۷۱ زغروال ګاډي، ۶ ورکشاپونه او د چاودیدونکو موادو او وسایلو فابریکې چې په موټرو او نورو وسایطو کې کاریدلې، له منځه تللي دي.))

د دفاع وزیرد دې څرګندونو په ځواب کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل:

((دا وار له مخه ده چې نتیجه واخلو، خو کوم څه چې تر اوسه شوي دي، هغه پرته له څه شکه چې ډیر مثبت دي.))

د روسیې د ولسمشر او دفاع وزیر غونډه د تلویزیون له لارې خپریده او د خبرو پرمهال دفاع وزیر داعش ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د استخباراتي معلوماتو له مخې د داعش د قوماندې مرکزونه، د وسلو د زیرمو ځایونه او د روزنې مرکزونه معلوم شوې دي.

د سوریې په لویدیځ کې چې پرکومو سیمو بمباري شوې ده په دغو سیمو کې داعش نه شته او د بشار الاسد د رژیم مخالفان دي چې د ځینو ډلو روزنه امریکا کړې ده او هغوی ته یې وسلې ورکړې دي.

په دغو ډلو کې یوه هم د لوا صقور الجبال ډله ده چې یوه منځلاره ډله ښکارې، د دې ډلې یوه قوماندان رویټرز اژانس ته د چهارشنبې په ورځ وویل چې روسیي الوتکو د دوی د وسلو مرکزي ډيپو د حلب په لویدیځ کې ویجاړه کړه. تیره ورځ د ترکیې صدراعظم احمد داوود اغلو هم وویل چې تر اوسه د روسیې په ۵۷ هوایي بریدونو کې یوازې دوه ځله داعش په نښه شوی دی، نورې بمبارۍ د منځلاري اپوزسیون پر ځواکونو د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې شوې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfzb88rhb8fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته