د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د پکتیا والی شميمخان کټوازي نن ورځ په دې اړه ویلی، د اطلاعات او کلتور رياست لپاره يو مکمل کمپلېکس چې په هغه کې به د دوی ۳۳ اداري خونې، د غونډو تالار، مجهز کتابتون، ټرېنېنګ هال، عصري تشنابونه، اشپزخانې او نورې اړتيا وړ اسانتياوې به ولري او زموږ د دوست هېواد هندوستان له لوري جوړېږي.
کټوازي وایی، د یاد پروژي شا اوخوا ۵۲ مېلیونه افغانۍ پرې مصرفېږي د جوړیدو چاري پيل شوی، چې د روانې پروژې چارې به په ۱۱ مياشتوکې بشپړوي.
هغوی وایی، د یاد پروژې لپاره د پکتيا مدني فعالانو، فرهنګي او مدني ټولنو او ولايتي شورا له هندوستان هېواد څخه خوښي څرګنده کړه او د مننې ترڅنګ يې ترې په دې ولايت کې د نورو پروژو پلې کېدو غوښتنه هم وکړه.