دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 23270
اوباما له طالبانو وغوښتل چې له القاعده لاس واخلي
اوباما او د امریکا نورو چارواکو څو ځلي ویلي چې له طالبانو سره د سولې او پخلاینې په هغه صورت کې ملاتړ کولی شي چې دوی ځان له القاعده بېل کړي .
د امریکا ولسمشربارک اوباما چې د اسیايي هیوادونو د لس ورځني سفرپه لومړي ټپال کې له هندي چارواکو سره خبرې کوي ، پرون یو واربیا له افغان طالبانو وغوښتل چې له القاعده شبکې سره اړیکې وشلوي.

اوباما او د امریکا نورو چارواکو څو ځلي ویلي چې له طالبانو سره د سولې او پخلاینې په هغه صورت کې ملاتړ کولی شي چې دوی ځان له القاعده بېل کړي .

ولسمشربارک اوباما پرون په هند کې د پوهنتون محصلانو ته په وینا کې وویل :

«که د طالبانو پخواني غړي یا اوسني غړي وايي چې دوی غواړي ځان له القاعده جلا کوي، سیاسي هدفونو ته د رسېدو د وسیلې په توګه له جګړې لاس اخلي، او د افغانستان اساسي قانون ته، لکه د ښځو حقونو ته، درناوی کوي موږ د سیاسي روغې جوړې ملاتړ کوو.»

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له هند څخه د خپلې لیدنې په دوهمه ورځ پر پاکستان انتقاد وکړ. ده وویل چې اسلام اباد د بنسټ پالنې پر وړاندې ورو پرمختګ کړی دی. د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې اسلام اباد هغسې پرمختګ په دې برخه کې نه دی کړی چې موږ یې هیله کوو.



د امریکا ولسمشر هند وهڅاوه چې په دې برخه کې له پاکستان سره مرسته وکړي. اوباما څرګنده کړه چې پاکستان په خپله خاوره کې د افراطیانو پرضد په مبارزه کې ډیر سست پرمخ روان دی.



د امریکا ولسمشر چې نن یکشنبې(نومبر ۷) په ممبۍ کې د پوهنتون محصلانو ته همداراز وویل :

«زه به تاسو ته دا ووایم چې فکر کوم د پاکستان حکومت اوس په خپله هم دا درک کړې ده چې له افراطیانو سره په مبارزه کې ډیرې ستونزې لري او هڅه یې کړې ده چې په دې برخه کې پرمختګ وکړي خو بیا هم دا هڅې زموږ له هیلو سره سمې نه دي.»



اوباما وویل، څومره پاکستانیان چې د پاکستان دننه تروریستانو وژلي دي ښایي په بل هیڅ هیواد کې دومره ملکیان تروریستانو نه وي وژلي. اوباما د اسلام اباد او کابل اړیکو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې پاکستان ته پکار دي چې په افغانستان کې په بیا رغاونه کې مرسته وکړي. نوموړي بیا له افغانستان سره د هند د مرستو ستاینه وکړه او ټینګاریې وکړ چې اسلام اباد دې ورته کار وکړي.



اوباما د شنبې په ورځ (نومبر ۶) د هند سفر پیل کړ او ټاکل شوې ده اندونیزیا، جاپان او جنوبي کوریا ته هم ته هم لاړ شي.

سرچينه : آوا
https://avapress.com/vdcbg5b5.rhbfzp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته