د افغانستان د اسلامي جمهور ریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د برتانیې د نوي سفیر ډومینیک جیرمي باورلیک ، د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
د باورلیک د منلو دغه مراسم نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شول او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم حضور درلود.
جمهور رئیس غني او د برتانیې نوي سفیر په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په هکله خبرې وکړې.
د هېواد جمهور رئیس له افغانستان سره د د برتانیې د مرستو او د ناټو په چوکاټ کې د هغه هېواد د ځواکونو له ونډې مننه وکړه او د دوی د ځواکونو هلې ځلې یې وستایلې.
جمهور رئیس وویل، سوله او ثبات د افغانستان د حکومت او خلکو اساسي غوښتنه ده او په دې برخه کې سیمه ییزه او نړیواله همکاري یوه مهمه اړتیا ده، څو د افراطیت او ترهګرۍ ستونزه چې د ټولې سیمې او نړۍ لپاره ګډ تهدید او خطر دی، په منطقي ډول حل شي.
د برتانیې نوي سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت په اړه خوښي وښوده او وې ویل چې د خپل ماموریت پرمهال به د افغانستان او برتانیې د اړیکو او همکاریو د پراختیا په برخه کې ډېرې هڅې وکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)