دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 104100
نواز شريف: د ښو او بدو طالبانو له توپير پرته به ټول ترهګر ځپو

د پاکستان صدراعظم نواز شريف وايي چې د ترورېستانو په ضد په عملياتو کې به د ښو او بدو طالبانو له توپير پرته د ټولو پرضد عمليات کېږي او ترڅو چې يو ترهګر ژوندى وي؛ زموږ عمليات به دوام ولري.
نواز شريف همداراز وويل، چې د ترورېزم ضد جګړه زموږه خپله جګړه ده او د دې د مخنيوي لپاره به د پاکستان ټول سياسي ګوندونه په شريکه يوه تګلاره جوړه او ژر تر ژره به يې عملي کړي.
هغه وويل، چې د پاکستان د سياسي ګوندونو مشرانو پرېکړه کړې، چې په دې هېواد کې به د وروستي ترهګر د وژنې پورې پوځي عمليات دوام ولري.
نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په پېښور کې د پاکستان د يو شمېر سياسي ګوندونو د يوه ټول ګونديز کنفرانس په پاى کې د وينا پر مهال وکړې.
نواز شريف دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د سه شنبې په ورځ پاکستانيو طالبانو په پېښور کې پر يوه ښوونځي بريد وکړ، چې د زده کوونکيو په ګډون يې پکې ١٤٢ کسان ووژل او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړل.
شريف پخپلې وينا کې يو ځل بيا پر دې خبرې ټينګار وکړ، چې دوى به په هېڅ کچه د ښو او بدو طالبانو توپير ونه ساتي او د ټولو ترهګرو پر ضد به عمليات وکړي:
" موږ دا ګڼو چې په پېښور کې رامنځته شوى انساني ناورين د تښتېدونکيو ترورېستانو يو بل بې ننګه وار دى، خو دا به د ترورېزم د له منځه وړلو په لړ کې زموږه حوصلې ټيټې نه کړي.
زه بايد په څرګنده ددې خبرې اعلان کوم، چې په هېڅ سطح به د ښو او بدو طالبانو ترمنځ توپير ونه کړى شي او د وروستي ترهګر تر وژنې پورې به په کراره کېننو."
په دغه ټول ګونديز کنفرانس کې د پاکستان د ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو استازو برخه اخيستې وه او پرېکړه يې وکړه، چې د ترورېزم د مخنيوي او ترورېستانو د ځپلو لپاره بايد يوه قامي کومېټه جوړه کړل شي، څو په پاکستان کې د ترورېزم او افراطيت مخه ونيسي.
بلخوا د پاکستاني پوځ وياند ميجر عاصم باجوه په خپل ټويټر پاڼه ليکلي، چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف کابل ته د خپل لنډ سفر پر مهال له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ايساف له قومندان سره کتلي او پاک_افغان پولې پر امنيتي وضعيت يې ورسره خبرې کړي.
د باجوه په وينا، جنرال راحيل شريف افغان ولسشمر ته هغه شواهد وړاندې کړي، چې د پېښور په وسله وال بريد کې دوى ته لاس ته ورغلي دي.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، افغان ولسمشر راحيل شريف ته ډاډ ورکړى، چې خپله خاوره به د پاکستان پر ضد ونه کاروي او د هغو وسله والو پرضد به کوټلي ګامونه پورته کړي، چې په افغانستان کې دي.
که څه هم پاکستاني رسنۍ وايي، چې راحیل شریف، اسلام اباد ته د تحریک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله د سپارلو په تړاو له افغان چارواکيو سره خبرې کړي، خو افغان چارواکيو او يا هم د پاکستان دولتي مقاماتو ددې سفر جزييات نه دي په ډاګه کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbgab8grhbg8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته