دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۱
د مطلب کود : 143602
اووه پایي ترانسفارمرونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

په پغمان ولسوالۍ کې د ۷ پایو ترانسفارمرونو په پرانیستلو سره له ۲۰۰۰ ډیرې کورنۍ له برښنا څخه برخمنې شوي.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، په دغه غونډه کې د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوی رئیس قدرت الله دلاوری، د ملي شورا د درنو استازو، د برښنا نورو لوړو پوړو مسوولینو، د پغمان ولسوالۍ مسولینو او د سیمې د ګڼ شمیر مشرانو ګډون کړی وه، چې یو ترانسفارمر د ۸۰۰ کیلوولټ آمپیر، یو ترانسفارمر د ۶۳۰ کیلوولټ امپیر، دوه ترانسفارمرونه د ۲۵۰کیلوولټ امپیر او درې ترانسفارمرونه د ۴۰۰ کیلوولټ امپیر په ظرفیتونو پرانیستل.
دنوموړو ترانسفارمرونو په پرانیستلو سره د یادې ولسوالي د درهء پشه یي، مسجد قول، اودی خیل، جلګه ها، قومه نور، مسجد بزدقأ، مسجد قومندان قیوم، خواجه خیل او نورې اړوندې سیمې د برښنا په واسطه سره ونښلول شوي.
په یادو ترانسفامرونو په مجموعي توګه ۱۰ (لس) میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی، چې د افغانستان برښنا شرکت له پراختیایي بودیجې څخه ورکړل شوې دي.
د یادولو وړ ده چې د نوموړو ترانسفارمرونو ټولې فنې او تخنیکې چارې د افغانستان برښنا شرکت د مجربو او پیاوړو انجینرانو په مټ ترسره شوې دي.
د نوموړو ترانسفارمرونو په پرانیستلو سره په پغمان ولسوالۍ کې د برښنا د پیرودونکو شمیر له ۲۲۰۰۰ - ۲۴۰۰۰ پیرودونکو ته لوړ شو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbgfb85rhba0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته