دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۵
د مطلب کود : 100500
په ترکیه کښې د داعش پلویانو په یو پوهنتون برید کړی
د داعش ترهګرې ډلې ځینو پلویانو د ترکیې د استنبول په یو پوهنتون کښې په محصلینو برید کړی.
پریس ټي وي رپورټ ورکړی چې په دغه برید کښې د پوهنتون درې محصلین ژوبل شول.
دغه رپورټ زیاتوي: یوه داسې ویډیو خپره شوې چې پکښې یوه ډله نقاب لرونکي کسان د استنبول په یو پوهنتون کښې د شیشو د ماتولو او په محصلینو باندې د حملې په حال کښې دي.
د سیاسي کارپوهانو په باور دا حالت (د ایرو لاندې اور) دی او هره شیبه یې د غرغنډه کیدو احتمال شته دی.
د ویلو ده چې په استنبول کښې په داعش ترهګرې ډلې پورې اړوندې نښې نښانې له مخکښې نه زیاتې لیدل کیږي.
څه موده مخکښې هم په داعش ډله کښې د ترکیې د زرو کسانو د شاملیدو خبر خپور شوی و.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbggb8grhbgsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته