« پر څو مشخصو موضوعګانو مو بحث وکړ: دروسيي په فدراسيون کې د افغانستان دپوځي زده کونکو روزنې ته دوام ورکول، د استخباراتو شريکول، او د پوځي-تخنیکي همکارۍ د پرمختګ لپاره يوه ګډه کمېټه رامنځته کول» ـ دامطلب سرپرست وزير څرګند کړ. د ده په خبره دروسيي او افغانستان د دفاعي چارو وزيرانو وويل « چې دنړيوال تروريزم پر وړاندې ګډي هڅې متمرکزي شي ».
افغانستان او روسيه د دي پلان لري چې د پوځي-تخنیکي همکارۍ د پرمختګ لپاره يوه کمېټه جوړه کړې او د نړیوال تروریزم پر وړاندې د مبارزې د هڅو سره یوځای شي. دامطلب د افغانستان د دفاع سرپرست وزير محمد معصوم ستانکزي د روسيي د دفاع وزير سرګي شايګو سره تر خبرو اترو وروسته څر ګند کړ.