د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې،
د ټاپي پروژې د کار پیل،د «ټاپ»پرووژې پلي کېدل چې د هغه په چوکاټ کې د ترکمنستان برېښنا له افغانستان څخه پاکستان ته به ورسېږي او د کنړ د بند د لومړنیو کارونو پيل چې د هغه پر نبسټ ۴ زره میګاوټ برېښنا به تولید شي له مهمو پروژو څخه دي چې د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د سیمهييزو همکاریو په پروګرام کې رانغښتې دي.
بلخوا د بهرنیو چارو وزارت مسؤولان وايي چې په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د سیمې هېوادونه د سیمهيیزې همکارۍ په چوکاټ کې پنځه مهمې پروژې تر لاس لاندې لري.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي:«ریکا او د اسټانبول یا د اسیا د زړه بهیر یوې همغږۍ ته اړتیا لري ځکه چې د سیاسي مسایلو سربېره ناامني نه پرېږدي چې سترې سیمهييزې پروژې په لازمه توګه پلې شي او په دې برخه کې د سیمهييزو سازمانونو ونډه ډېره مهمه ده.»
د ټاپي پروژې د کار پیل،د «ټاپ»پرووژې پلي کېدل چې د هغه په چوکاټ کې د ترکمنستان برېښنا له افغانستان څخه پاکستان ته به ورسېږي او د کنړ د بند د لومړنیو کارونو پيل چې د هغه پر نبسټ ۴ زره میګاوټ برېښنا به تولید شي له مهمو پروژو څخه دي چې د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د سیمهييزو همکاریو په پروګرام کې رانغښتې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس وحیدالله ویسي وویل:«د هغو خبرو اترو په پایله کې چې موږ د ۱۹ هېوادونو له استازو سره په دې برخه کې لرلې ټول د دغو پروژو د پلي کېدو لپاره ژمن دي او دغه پروګرام په لومړيتوب کې ځای لري.»
ټاکل شوې ده چې د سیمهييزو همکاریو اومه یا«اومه ریکا»تر راتلونکو ۹ میاشتو په ترکمنستان کې جوړه شي او همدارنګه د «ریکا»سوداګریزه غونډه تر راتلونکو ۱۵ ورځو د غړو او مرسته کوونکو هېوادونو د استازو په ګډون سره په ترکیه کې ترسره شي.