دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 106252
جمهوري ریاست: په انتخاباتي سیستم کې اصلاحاتو ته ژمن یو
د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاست چارواکي وايي چې ملي وحدت حکومت په انتخاباتي سیسټم کې اصلاحاتو ته ژمن دی.
په داسې حال کې چې د مدني ټولنو او ولس باور د انتخاباتو پر بهیر کم شوی؛ خو حکومتي چارواکو یو ځل بیا ژمنه وکړه چې په دې سیسټم کې به بنسټیز اصلاحات راولي.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي؛ حکومت ژمن دی چې له پخوانیو تعهداتو سره سم انتخاباتي سیسټم پاک او داسې کسان په کې وګماري چې د ټولو د اعتماد وړ وي.
ښاغلي دانش د یکشنبې په ورځ د مدني ټولنو د شبکې په یوه غونډه کې چې د انتخاباتو د بهیر اصلاح کېدو ته ځانګړې شوې وه؛ وویل چې حکومت په دې برخه کې د ټولو بنسټونو مشورو او سپارښتنو ته پام کوي.
نوموړي وویل، چې دا سپارښتنې او پیشنهادونه باید ملي بڼه ولري:
"هر ډول اصلاحات باید د یوې ملي اجماع او یوه توافق له لارې مطرح شي؛ یو طرفه، له سیاسي ډلو او مدني ټولنو سره له مشورې پرته طرحې او نظرونه نه یوازې؛ دا چې ستونزې نه هواروي، بلکې ممکن د وخت د ضایع کېدو او ناکامۍ سبب شي."
حکومت په داسې حال کې د انتخاباتي سیسټم د اصلاح کولو ژمنه کوي چې د ولسمشرۍ تیر انتخابات میاشتې میاشتې وځنډیدل او دومره لانجمن شول چې د امریکا مداخلې ته یې لاره هواره کړه.
د مدني ټولنو د شبکې له خوا په جوړه شوې غونډه کې د مدني او د انتخاباتو د څار ټولنو یوشمېر مسوولینو هم د انتخاباتو د بهیر په اصلاح کولو ټینګار وکړ او دا یې د ولس غوښتنه وبلله.
له دې وړاندې ملي شورا هم د انتخاباتو په بهیر کې د مثبت بدلون غوښتنه کړې وه او ولسي جرګه پر دې کار کوي؛ څو د انتخاباتو د تشکیل، دندو او صلاحیتونو قانون تعدیل کړي.
په همدې حال کې د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق وایي چې ولسمشر او اجرایي رییس موافق دي چې د انتخاباتو اصلاح ته یو کمیسیون جوړ کړي.
محقق د مدني ټولنو د شبکې په غونډه کې د انتخاباتو د بهیر تیرو ستونزو ته په اشارې وویل چې انتخاباتي بنسټونه باید ټولو سیاسي ډلو ته د اعتماد وړ وي.
"پخوا ټولو د انتخاباتو په قوانینو او د انتخاباتو په کمیسیونونو او کارونو اعتراض درلود او تر پایه لانجه روانه وه؛ هیله ده چې په راتلونکو انتخاباتو کې یوه جمعي اراده موجوده وي او همدا رنګه هغه کمیسیون چې رامنځ ته کیږي؛ د افغانستان د خلکو او سیاسي ډلو د اعتماد وړ وي."
که څه هم په انتخاباتو کې د ستونزو او درغلیو ګوته تل انتخاباتي کمیسیونونو ته نیول کیږي؛ خو د څیړونکو په باور د افغانستان تیر انتخابات د سیاسي ډلو د اختلافاتو له امله بدنامه شول.
دوی سپارښتنه کوي چې حکومت باید د انتخاباتو د سیسټم د اصلاح کولو تر څنګ د ډیموکراسۍ دا فرهنګ هم باید پیاوړی کړي چې بایلونکې سیاسي ډله د انتخاباتو نتیجه ومني او دې بهیر ته ستونزې جوړې نه کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbs0b85rhbg5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته