دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 99655

د چین یوې محکمې دوه تنه په شین جین ولایت کې د یوه دولتي ملا؛ "جمعه طاهر" د وژلو په خاطر په اعدام او یو بل په عمر قید محکوم کړل.
د چین مطبوعاتو نن وویل، چې د شین جین محکمې پرون دوه محکومان د تروریستي ډلې په جوړولو او رهبرۍ او په عمدي قتل مجرم وپيژندل.
دریم محکوم په قتل او تروریستي حمله کې د لاس درلودلو په خاطر په عمر قید محکوم شوی دی.
د محکومو شویو کسانو له نومونو څرګندیږي چې؛ ټول ایغور مسلمانان دي.
په شین جین کې وژل شوي دولتي ملا [جمعه طاهر] په سیمه کې د چین پر دولتي ودانیو د حملو پر ضد تبلیغ اوو.
جمعه طاهر د جولای په دیرشمه د سهار تر لمانځه وروسته د خپل جومات مخې ته وژل شوی و.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbs0b9.rhb9sp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته