د غور پوهنتون زده کوونکی د استاذانو نه حضور څخه په صنفونو کی نیوکی کوی او ناراضه دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د غور پوهنتون ځینی اوسیدونکی وایی: دوهم خزانی سمستر شروع سره، ډیر استاذان یی د زده کړی ادامه لپاره هیواد څخه وتلی دی.
هغوی وایی: هغه کسان چی د استاذانو پرځای تدریس کوی، د څلورم کال زده کوونکی او یا هم غیری مسلکی کسان دی.
دا زده کوونکی د مسلکی استاذانو نه شتون په پوهنتون کی خپل حق په وړاندی لوی جفا بولی.
خو عطاءالله فاضل؛ د غور پوهنتون مشر خارج ته د استاذانو لیږد اندیښمند نه بولی او وایی: ددی استاذانو پرځای د غور ښه ترینو علمی کادرونو څخه ګټه اخلی.
د غور پوهنتون مشر وایی: د هغوی یواځنۍ مشکل د درسی مکان نه شتون او کتابتون او انترنت ته د زده کوونکو لاسرسې نه درلودل دی.
په اوس حال کی ۲۰ تنه استاذان د غور پوهنتون څخه د زده کړی ادامی لپاره هیواد څخه بهر تللی دی. د غور پوهنتون ۱۳۰۰ تنه زده کوونکی لری.