دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 121859
د پاکستان پوځ بیا ادعا وکړه چې پر باچا خان پوهنتون بريد له افغانستانه کنټرولېده
د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم سليم باجوه وايي چې د خيبر پښتونخوا په چارسده کې يې پر باچا خان پوهنتون د وسله وال بريد ٥ پېنځه سهولتکاران نيولي دي.

نوموړي همدراز يو ځل بيا ادعا کړې چې پر باچا خان پوهنتون بريد له افغانستانه کنټرولېده او بريدګر له افغانستانه پاکستان ته تر داخلېدو وروسته مردان ته راغلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو د روانې مياشت په ٢٠مه نېټه په چارسدې کې پر باچا خان پوهنتون خونړى وسله وال بريد وکړ چې د زده کوونکو په ګډون په کې لږ تر لږه ٢١ کسان ووژل شول او ١١ نور ټپيان شول چې ځينې لا هم په هسپتالونو کې تر درملنې لاندې دي.

د پوځ وياند د شنبې په ورځ په پېښور کې يوې خبري غونډې ته د دغه بريد په اړه د تفصيلاتو ورکولو پر مهال وويل چې په دغه بريد کې ٤ بريدګرو برخه لرله چې ټول ووژل شول او همداراز په دې کې ٤ مرکزي سهولتکاران هم شامل وو.

د باجوه په خبره چې د وژل شويو بريدګرو له ډلې ١ يو بريدګر پېژندل شوى او د درېیو نورو د پېژندنې لړۍ روانه ده.

د پوځ وياند خبري غونډې ته د وينا پر مهال يو ځل بيا ادعا وکړه چې دا بريد له افغانستانه کنټرولېده او همداراز يې خبريالانو ته د يوه ترهګر ثبت شوې ټليفوني خبرې هم واورولې چې په خبره يې له افغانستانه يې ټليفون کړى و او د ياد بريد مسووليت په کې مني.

ښاغلي باجوه وويل چې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او اجراییه مشر عبدالله عبدالله سره په تماس کې دى او هغوى يې تر دې دمه له روانو تحقيقاتو خبر کړي دي.

ښاغلي باجوه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل؛ دا څرګنده ده چې دا بريد له افغانستانه کنټرولېده؛ خو پاکستان کله هم دا نه دي ويلي چې د افغان حکومت له خوا داسې کوم کار ترسره کېږي:

"په يوه پړاو کې هم چا دا نه دي ويلي چې د افغان حکومت له خوا داسې څه کېږي؛ بلکې دا ويل شوي چې دا کار له افغانستان ترسره کېده. له کومې سيمې چې ترسره کېدى، دا ترهګر هغه وخت هلته موجود وو؛ هغه افغان نمبر استعمالاوه او دلته يې خلکو سره رابطې نيولې او اپرېشن يې کنټرولاوه."

نوموړي همداشان د ترهګرۍ پر ضد جګړه يو چېلنج وباله خو ټينګار يې وکړ چې په دې جګړه کې د مايوسۍ پر ځاى د يووالي ضرورت دى او همداراز يې د ټولنې پر خلکو غږ وکړ چې د ترهګرۍ په مخنيوي کې دې خپل رول ولوبوي.

دا په تېرو درېو ورځو او پر باچا خان پوهنتون تر وسله وال بريد وروسته د پاکستاني پوځ د وياند دويمه خبري غونډه وه.

د دغې خبري غونډې په پاى کې هغه ٤ کسان هم ميډيا ته وړاندې کړل شول چې امنيتي ادارو د باچا خان پوهنتون په بريد کې د ترهګرو د مرستې او هغوى ته د سهولت ورکوونې په تور نيولي دي.

د يادونې وړ ده چې پر باچا خان پوهنتون د وسله وال بريد مسووليت د تحريک طالبان پاکستان يوې ډلې منلى و.
https://avapress.com/vdcbs8b89rhb5wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته