دخپریدو نیټه :شنبه ۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 141857
ننګرهار: ۲۰ داعش وسله وال چې اکثریت یې بهرنیان دي وژل شوي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه ۲۰ تنه د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله وال چې اکثریت یې بهریان دي د هوایي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د ننګرهار ولایت مقام له خوا به خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د اچین ولسوالۍ په مامند درې او لته بند بازار سیمو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د حمزه په نوم پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د هوایي بریدونو له امله ۲۰ داعش وسله وال وژل شوي دي،چې اکثریت یې بهرنیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې برید کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان ندی اوښتی .

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت چارواکي تیره ورځ وویل، چې کې لږ تر لږه ۴۵ تنه داعش وسله وال د یاد ډلې د اړیکو مسوول قاريي نافظ په ګډون وژل شوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbs8b8zrhbawp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته