دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 99105
ولسمشر کرزی نن بیا له اشرف غني او عبدالله سره ګوري

افغان ولسمشر حامدکرزي وویل، چې نن به یو ځل بیا د افغانستان د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره وګوري.
ښاغلي کرزي چې، د برهان الدین رباني د وژل کیدو په درېیم تلین کې خبرې کولې؛ وویل، چې په دې لیدنه کې به جهادي مشران هم ګډون ولري او هیله یې وښوده چې؛ د غونډې په پای کې یو ښه خبر ترلاسه شي:
"له دې غونډې چې لاړ شم نورې جلسې ترتیب کوم. په دې خبرو کې به کاندیدان او د افغانستان جهادي مشران برخه ولري او هیله من یم چې، د افغانانو لپاره د خوښۍ ډک خبرونه تر لاسه شي."
پرون هم ولسمشر کرزي له دواړو کاندیدانو سره ملاقات درلود او د دواړو کاندیدانو د استازو په وینا ټاکل شوې؛ نن د ملي وحدت حکومت په اړه یوې نهايي پریکړې ته ورسیږي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbs8b9.rhb9gp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته