تمه ده چې؛ د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو دواړه کاندیدان نن بیا په کابل کې خبرې وکړي.
اشرف غني احمدزی او عبداله عبداله پرون ناوخته د خبرو پر مهال د انتخاباتو د نتیجو د اعلان پر سر موافقې ته ونه رسیدل.
د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم ټینګار کوي، چې نتیجه باید معلومه شي، ځکه چې کمیسیون یوازینۍ مرجع ده چې د راییو د اعلان قانوني صلاحیت لري او رایي د نړیوالو څارونکو مخې ته تفتش شوې دي.
شاوخوا درې میاشتې وشوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم دور د انتخاباتو پر سر لانجه روانه ده.
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)