دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۵۵
د مطلب کود : 134756
ولسي جرګې په عملي بنسټونو کې پر توندلارو لید لورو بحث وکړ
د حج او اوقافو وزیر، د اطلاعاتو او فرهنګ او د لوړو زده کړو وزارت معینان په علمي بنسټونو او جوماتونو کې د افراطي نظریاتو د زیاتوالي له امله ولسي جرګې ته غوښتل شوي وو.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی:د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې په ښوونیزو بنسټونو کې د ثقافت اسلامي په مضمون کې د افراط پالنې سبقونه ورکول کېږي خو ځینې نور د ډیموکراسۍ منل کېدل مجبوریت ګني او د اسلامي خلافت د نه راوستو له امله ځانونه ګرم ګني.
د ولسي جرګې غړي جعفر مهدوي وویل:«له ډېریو منبرونو او جوماتونو څخه نن د داعش او طالب غږ پورته کېږي.»
د ولسي جرګې بل غړي عبدالحفیظ منصور هم څرګنده کړه:«د اسلام سیاسي نظام مضمون چې په ډېریو پوهنتونو کې تدریس کېږي د دغه کتاب په یوې برخه کې راغلي دي چې اسلام یوازینۍ سیاسي نظام خلافت او امارت دی نه صدارت او ریاست چې امارت ملا عمر او خلافت ابو بکر البغدادي لره.»
د ولسي جرګې بل غړي عبدالستار خواصي هم زیاته کړه:«موږ چې د خلافت د جوړېدو لپاره کار نه دی کړې ګنهکار یوو خو بله ګناه دا ده چې له خلافت څخه منکر یوو خلافت په اسلام کې یو اصل دی، د خدای حکم دی په دې کې شک نه‎شته چې دموکراسي په تضاد کې ده.»
د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني وویل:«د خپلو استادانو په منځ کې له شک څخه پرته ستونزه لرو،د دغې جمعې په لمانځه کې د ښار یوه جومات ته تللی وم او د هغه جومات د ملا خبرې مې تر اخیره واورېدې واقعاً چې د خندا وې. نه ښايي چې په جومات کې داشان خبرې وشي.»
https://avapress.com/vdcbsab80rhbfzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته