دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 110653
څلور وسله وال مخالفین ووژل شول

د میدان وردګو ولایت، دایمیرداد ولسوالۍ په کوه بخشک سیمه کې امنیتي ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې څلور وسله والو مخالفین وژل شوي دي .
د دغه عملیاتو په ترڅ کې چې په کې ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی،په کې د مخالفینو یو میل زیګویک وسله هم لمنځه تللې ده .
په دایمیرداد ولسوالۍ کې له تېرو ۵ ورځو راهیسې د وسله والو مخالفینو د لمنځه وړلو په موخه د ګډو کورنیو ځواکونو لخوا عملیات دوام لري .
د دغه عملیاتو څخه د لیدنې او د ولسوالۍ د اولسونو سره د لیدنې او خبرو اترو په موخه د دغه ولایت مسؤلینو هم یادې ولسوالۍ ته وړمه ورځ سفر کړی وو.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژآنس(اوا)
https://avapress.com/vdcbsgb8frhb80p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته