دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۲۰:۵۹
د مطلب کود : 138257
غني په پاکستان کې د صوفیانو پر زیارت برید وغنده
ولسمشرۍ ماڼۍ د جمعې په ورځ (د سلواغې په ۲۸ مه)د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان د سند په ایالت کې د صوفیانو پر زیارت ترهګریز برید چې په ترڅ کې یې د هغه هېوا د یو شمېر وګړو د وژلو او ټپي کېدو لامل شو وغنده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، ولسمشر غني په دغې خبرپاڼه کې ویلي چې صوفیان تل د سولې او ورورولۍ دودونکي دي او دغه ترهګریز برید په هېڅ دین کې د توجیه وړ نه دی.
په خبرپاڼه کې راغلي:«صوفیان تل د سولې او ورورولۍ دودونکي دي او ترهګرو یو ځل بیا ثابته کړه چې پر اسلامي او انساني ارزښتونو باوري نه دي چې دغه کړنې یې په هېڅ دین او ائین کې د توجیه وړ نه دي.»
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې افغان دولت تل د داعش په ګډون د ترهګرۍ پر ضد په جدي مبارزې تینګار کړی او دغه ډلې د ټولو هېوادونو ګډ دښمن دي او د دغو ډلو د له‎منځه وړلو لپاره یوې سیمه‎ييزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا ده.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې ولسمشر غني باوري دي چې د ترهګرۍ له ښکارنې سره د مبارزې لپاره ریښتنولي او د عمل اراده کولای شي د هغې مخه نیسي.ترڅو نور په هېڅ هېواد کې بشري جنایتونو رامنځته نه‎شي.
خبرپاڼه زیاتوي:«د افغانستان جمهوري دولت تل د سولې او ټيکاو د ټینګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په درشل کې خپل ریښتینولي او ژمنه ثابته کړې، ډېر کلونه دي چې بې شمېره قربانیانې یې ورکړي او تمه لري چې نور هېوادونه هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې ریښتینولي وښيي.»
https://avapress.com/vdcbswb8zrhbf5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته