دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 156581
د ننګرهار ولایت په مرکز کې یو ځانمرګی وژل شوی

د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې تېر ماښام یو ځانمرګی برید کوونکی موخې ته له رسیدو مخکې وژل شوی دی.

د ننګرهار والي ویاند عطالله خوږیاڼي رسنیو ته په ډاګه کړې، چې تېره شپه د جلال آباد ښار د ۶ ناحیې د فامیلیو په اړوند سیمه کې یو ځانمرګی بریدګر، چې چاودیدونکي توکي یې له ځان سره ښار ته لیږدول؛ د مخکینیو معلوماتو له مخې له پېژندلو وروسته ځان ته چاودنه ورکړې، چې په کې دی او یو بل مغفور نومي ځوان ووژل شول.

نوموړي زیاته کړې، چې د استخباراتو د څرګندونو له مخې بریګر رفیع الله نومیده او د پچیراګام ولسوالۍ اوسیدونکی و.

ویل کیږي، چې غوښتل يې، چې د جلال آباد ښار په ګڼه ګوڼه کې ځانمرګی بريد وکړي؛ خو موخې ته ونه رسيده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbw0b88rhbssp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته