دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۶
د مطلب کود : 136385
د بغلان وژنی او هغه خطر چی ټوله ګواښوی
د افغانستان په شمال کی د بغلان ولایت محلی مقامات وایی چی ناشناس مسلح کسان، ۱۳ معدنچی ووژله.

محمود حقمل؛ د بغلان د والی ویاند وویل چی دا حادثه د اناردره په منطقه کی او د تاله برفک په ولسوالی کی صورت ونیوی او په دی حمله کی ۳ نور معدن کیندونکی او یا معدنچی ذخمی سوی دی.

د بغلان والی ویاند وایی ددی حملی ټول قربانیان، شیعه مذهبه او د هزاره قوم څخه وو. د هغه په وینا په دی اړه څیړنه شروع سوی دی.

له دی مخکی هم د مسلح مخالفانو لخوا حملی د افغانستان په مختلفو برخو کی پر مسافرانو سوی دی او ډیر کسان ګروګان نیول سوی دی او دا حملی معمولآ طالبانو او یا هم داعش مسلح غړو پوری نسبت ورکول کیږی. د تاله او برفک ولسوالی هم د بغلان د ناامنو ولسوالیو څخه شمیرل کیږی.

بغلان د طالبانو لپاره ډیر جذابیت لری؛ لکه استراتژیک موقعیت، اقتصادی سرچینی او د ټولو څخه مهم، ددی ولایت د جمعیت ترکیب. طالبان خپل ځواکونه د بغلان ولایت په استراتژیک برخو کی مستقر کړی دی.

ځینی سیاسی څیری هم دا اقدام په تکفیری او تروریستی ډلی باندی نسبت ورکړی دی چی په دی لټه کی دی په افغانستان کی مذهبی او قومی نفاق ډیر کړی او په دی ترتیب سره، د جنګ اور او فتنه په هیواد کی شعله وره کړی.

که دا اخیستنه، صحیح وی، د کارپوهانو په باور، د بغلان ولایت غم انګیزه حادثه د یو معمولی امنیتی حادثی څخه لوړ دی او ټوله باید ددی ډولو حادثو څخه د اندیښنی احساس وکړی او په افغانستان کی په مسالمت آمیزه توګه ژوند وکړی.

ځینی تحلیلګران ددی جنایت څخه د فرقه ای انګیزه قبلوی او وایی چی دا عمل، هیڅ هدف بیله دی نه لری؛ ځکه چی بی ګناه معدنچیان چی په سیاست کی لاس نه لری او نه هم د هیواد په امنیتی ځواکونو او نهادونو کی غړی دی، هیڅ ګناه بیله دی نه درلودی چی شیعه مذهبه وو او یو قومی اقلیت پوری اړه درلودی.

رسمی ګزارشونه هم ددی څخه حکایت لری چی تروریستان، وژل سوی کسان د همدی لپاره چی شیعه وو او هزاره وو، د نورو څخه بیل کړی دی او د مرګ پر وړاندی یی قرار ورکړی دی.

دا شکاره کوی چی مخوفه پروژی په جریان کی دی چی د افغانستان د خلګو همزیستی نابوده کړی او نفاق او فتنه او نفرت او تاوتریخوالی او وژنی د مذهبی اعتقاداتو په اساس او قومی وابستګیو په اساس رامنځته کړی.

په دی منځ کی، ناظران هشدار راکوی چی باید داسی فکر ونه سی چی افغانستان د سوریی او عراق په شان نه دی او افغانستان هر وخت ددی مشکلاتو څخه سر راایستلۍ دی او دا خطرونه یی تیر کړی دی. د پوهانو په باور، په دی کی شک نسته جی خلګ هیڅ وخت نه غواړی چی هیواد د قوم او فرقه ګرایی لورۍ ته ولاړ سی؛ خو دا غوښتنه، په یواځی توګه نه سی کولای د تروریزم د ملاتړ کوونکو د پیچلی پروژو په وړاندی ودریږی او دهغوی مانع سی. په دی توضیح سره، د تروریستانو د ناکامی د مهمو او حیاتی لوازمو څخه چی په منطقه او فرا منطقه کی نفرت او نفاق نه سی منځته راوړلای، د دولت ملاتړ اوهمراهی د خلګو سره او د تروریزم سره د مبارزی لپاره دی.

تکفیر او ترور په سرعت سره په افغانستان کی د ریشه د پرمخ وړلو په حال کی دی او وهابیت او سلفی ګری هم د هغه قدرتمنده ایدئولوژیک اساس دی چی د تروریزم او نفاق افکنی او نفرت منځته راوړنی وژنی ماشین په اختیار کی قرار نیولی دی.

بنا پردی، د بغلان ولایت حادثه داسی فاجعه نه دی چی یواځی شیعه ګان او هزاره ګان ترمتاثره کړی وی، دا حادثه، د ټولو وګړو لپاره یو تکان دی چی د افغانستان و راتلونکی ته د قومی تنوع او دینی اعتقاداتو او مذهبی اعتقاداتو پر تکثر باندی باور لری او غواړی چی د راتلونکی افغانستان اساس، د ټولو اقوامو، مذاهبو او ملتونو څخه جوړ وی؛ د هغه بغیره، که تکفیر او ترور خپل تفرقه اچونی په سیاست کی بریالی سو، نه یواځی شیعیان او هزاره ګان بلکه ددی ځمکی د ټولو وګړو کام تریخوی؛ هغه تجربه چی د عراق په موصل اود سوریی په رقه کی صورت ونیوی.
https://avapress.com/vdcbw0b8srhbffp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته