دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۳۰
د مطلب کود : 156185
د درنه جرمونو ابتدایی محکمه؛

دری دولتی مقامات په حبس باندی محکوم سو

دری دولتی مقامات په حبس باندی محکوم سو
لوی څارنوالی / کل دادستانی اعلان کړی دی چی یو محکمه د حج او اوقاف وزیر معاون، بلخ ولایتی شورا یو غړۍ او حج او اوقاف مشر په کابل کې په زندان باندی محکوم کړی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د درنه جرمونو ابتدایی محکمه نن داعی الحق د حج او اوقاف وزیر معاون او آصف مهمند د بلخ ولایتی شورا غړۍ په نځه کاله او دوه میاشته حبس او عبدالرحمان احمدزی په درو کالو حبس باندی محکوم کړی دی. ښاغلی رسولی وویل چی د هغوی جرم، اسنادونو تزویر، تزویری اسنادونو څخه ګټه اخیستنه او د صلاحیتونو څخه غلط ګټه اخیستنه اعلان سوی دی، په داسی حال کې چی تراوسه یو هم ددوی څخه نه دی نیول سوی او عملآ خپل دولتی کارونو ته ادامه ورکوی. که څه هم محکمه ویاند ټینګار کړی دی چی محکمی حکم د هغوی په اړه به په ټول اړخه اجرا سی، خو دا پوښتنه چی آیا ددی حکم په صادریدو سره دا مقام مخلوع شمیرل کیږی او باید بندی سی، روشانه ځواب نه لری. خو د درنه جرمونو محکمی یو مقام و بی بی سی ته ویلی دی چی دا مقامات د محکمی تنفیذی حکم صادریدو وروسته نور دولتی چارواکی نه دی او باید بندی خانی ته یوړل سی. د محکمی دا مقام زیاته کړه چی که خپله عباد، مهمند او احمدزی د محکمی په ناسته کې حضور نه درلود، خو هغوی وکیلان په ټول قوت سره خپل موکلانو موضع څخه دفاع وکړه. هغه همدارنګه وویل چی محکمه موثقه اسناد په لاس کې درلود چی هغوی اشرف غنی ولسمشر او عبدالرشید دوستم د ولسمشر لمړۍ معاون امضا جعل کړی وو ترڅو په اساس یی په بلخ کې د ۷ زرو مترو مربع څخه ډیر ځمکې د ښاغلی مهمند په اختیار کې قرار ونیول. تراوسه د ښاغلی عابد او احمدزی موضع د محکمی ددی حکم په وړاندی مشخص نه دی، خو ښاغلی مهمند دا حکم د ځان په وړاندی یو دسیسه بولی.
https://avapress.com/vdcbw0b8srhbs8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته