دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۲۱
د مطلب کود : 141587
جمهوررئیس غني د امریکا دفاع وزیر سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا دفاع وزیر جیمزمټیس سره چې د یاد هېواد د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر امنیتي مسایلو، له تروریزم سره د مبارزې او د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.
په پیل کې د امریکا د دفاع وزیر د خپل هېواد د حکومت او خلکو په استازیتوب، جمهوررئیس او د افغانستان ولس ته په ۲۰۹ شاهین قول‎اردو کې د تروریستي پېښې په اړه د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل، زیاته یې کړه چې امریکا له افغانستان سره اوږدمهاله تعهد لري او په سرتېرو د عبادت پر مهال دا بزدلانه برید د تروریستانوکمزورې روحیه او انسانیت ته د هغوی نه پابندي ښیي.
هغه زیاته کړه، زمونږ ماموریت په افغانستان کې پای ته نه دی رسیدلې او مونږ د افغان دولت او خلکو ترڅنګ ولاړ یوو، د هغه اهمیت له کبله چې افغانستان یې موږ ته لري، موږ خپل باتجربه افراد دغه هېواد ته رالېږلي دي.
جمیز مټیس وویل، په افغانستان کې زمونږ حضور د نېک هدف لپاره دی او موږ باید خپله ډیپلوماسي او نظامي چارې له یو بل سره همغږې او مرتبطې کړو.
د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه، زه ستاسې ستونزې درک کوم ، خو په افغانستان کې د اصلاحاتو، له فساد سره د مبارزې او ښې حکومتولۍ په برخو کې اقدامات محسوس دي.
جمهوررئیس غني له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو له دوامداره مرستو او ملاتړه د مننې تر څنګ د درې عمده ننګونو تروریزم، نشه یي توکو او اداري فساد یادونه وکړه وې ویل د افغانستان جګړه، کورنۍ جګړه نه ده، بلکې امنیتي او دفاعي ځواکونه له بین المللي تروریزم سره په لومړۍ کرښه کې دي.
هغه څرګنده کړه، تروریستان غواړي له افغانستان څخه د خېز وهلو تختې په توګه استفاده وکړي اما په تېرو شپږ میاشتو کې د طالبانو او ټولو تروریستي ډلو تلفات د تېرو ۱۵ کالو په پرتله زیات وو.
جمهور رئیس غني د امریکا دفاع وزیر ته وویل، چې د ده نېکې هیلې جمهور رئیس ټرامپ ته ورسوي.
محمد اشرف غني وویل، د اصلاحاتو راوړل او اداري فساد سره مبارزه تجملي کار نه، بلکې زموږ مکلفیت او تعهد دی.
هغه زیاته کړه، موږ باید تروریزم د ګډ نړیوال خطر په توګه ومنو او پر ضد یې ګډه مبارزه وکړو.
په دې کتنه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکا دفاع وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د هغه هېواد د سرتېرو د قربانۍ او له افغانستان سره د مرستو قدرداني وکړه او په بېلابېلو برخو کې یې د افغانستان حکومت د لاسته راوړنو او پرمختګونو یادونه وکړه.
د دې کتنې په پای کې د امریکا د دفاع وزیر وویل، له افغانستان سره زموږ اړیکې ښې او دوستانه دي او موږ متعهد یوو چې دا اړیکې پراخه او پیاوړې کړو.
https://avapress.com/vdcbw8b8zrhbasp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته