دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 96108
ولسمشر کرزی د کوچني اختر په مناسبت د بخښنې فرمان صادر کړ

ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر په مناسبت د یوشمېر توقیف شویو او بندیانو د جزا د کمولو او یا هم له بند څخه د خوشې کېدو امر کړی.
د ولسمشرکرزي د فرمان له مخې هغه کسان چې د عفوې په فرمان کې شامل دي، که د بند یونیم کال موده یې پاتې وي او همداراز ځینې نور چې د حبس موده یې له پنځو کلونو یا ترهغه هم زیاته وي، د شرایطو په پام کې ساتلو سره به خوشې شي.
هغه نارینه بندیان چې عمرونه یې له څلور شپېتو کلونو لوړ او د بند موده یې له یوه تر پنځو کلونو وي او د خپل حبس څلورمه برخه یې تېره کړې وي، پاتې موده یې د دې فرمان له مخې بخښل کېږي خو د ښځینه بندیانو لپاره بیا دا معیار څلورپنځوس کاله ټاکل شوی.
د وزیرانو شورا د چارو ادارې د بیان له مخې د ولسمشر په فرمان کې دواړه ملکي او پوځي بندیان شامل دي.

سرچينه : دصداب افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbw8b9.rhb0gp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته