دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 113984
امنیتي ځواکونه دې په ټول توان د امنیتي ستونزو مخنیوی وکړي

د میدان وردګو والي د کورنیو چارو وزیر، لوی درستیز او یو شمېر نورو لوړ پوړو امنیتي مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې په جدي ډول غوښتنه وکړه،چې امنیتي ځواکونه دې به ټول توان سره د میدان وردګو ولایت د امنیتي ستونزو مخنیوی وکړي .
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات چې پرون ( شنبه ) یې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، لوی درستیز قدام شاه شهیم او یو شمېر نورو لوړ پوړو امنیتي منسوبینو سره د دغه ولایت په مرکز کې لیدنه کوله،په دغه ولایت کې د وروستي امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
ده له یادو لوړ پوړو امنیتي مشرانو څخه وغوښتل چې امنیتي ځواکونه دې په پوره همغږۍ او توان سره د دغه ولایت امنیتي ستونزې حل کړي او همدا راز دې د دې ولایت ولسونه د تبلیغاتي،رواني او میداني جګړې څخه ژغورنه ورکړي .
د میدان وردګو والي په دې وروستیو کې په جلریز ولسوالۍ کې د رامنځته شوې امنیتي ستونزې په اړه د څېړنې غوښتنه وکړه او په دغه برخه کې د مجازاتو او مکافاتو دود ترسره کولو هیله څرګنده کړه .
د کورنیو چارو وزیر ښاغلي نورالحق علومي د خپلو خبرو په ترڅ کې ډاډ ورکړ،چې په ټول توان سره به ګډ امنیتي ځواکونه د کابل ـ بامیانو او کابل - غزني لویې لارې امنیت په بشپړ ډول تامین کړي .
ده وویل امنیتي ځواکونه پیاوړي دي او هیڅکله به هم وسله وال په دې بریالي نشي،چې په دغه ولایت کې یوه لویه امنیتي ستونزه رامنځته کړي . 
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قدام شاه شهیم د پیل شویو عملیاتو څخه خوښي ښکاره کړه،چې د کابل ـ بامیانو پر لویه لاره یې پوستې تر خپلې ولکې لاندې راوستي او په کې ځای پر ځای شوي دي .
ده ډاډ څرګند کړ،چې په ټول توان سره به په دغه ولایت کې چاڼیز عملیات تقویه کړي او تر هغې پورې به دغه عملیات دوام وکړي،چې وسله والو مخالفین په بشپړ ډول وځپل شي او ولسونو ته د هوسا ژوند کولو زمینه برابره شي .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbwfb8arhb89p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته