دخپریدو نیټه :شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۷
د مطلب کود : 143684
د رمضان مبارکی میاشتی په رارسیدو سره:

په فراه کی د خوراکی توکو قیمتونه لوړ تللی دی

په فراه کی د خوراکی توکو قیمتونه لوړ تللی دی
د فراه ولایتی شورا غړۍ وایی چی هر وخت د رمضان مبارکی میاشتی په رارسیدو سره د خوراکی توکو قیمتونه تر دی حده لوړ ځی چی د خلګو لپاره ډیر مشکلات منځته راوړې دی.
شهلا ابوبکر د فراه ولایتی شورا غړۍ افغان غږ خبری آژانس و خبرنګارانو ته وویل چی هر کال د رمضان مبارکی میاشتی په رارسیدو سره او د اختر شپو کی د لمړنیو خوراکی توکو قیمتونه لوړ ځی.
هغی وویل چی دا مشکلات باید د دولت له لوری کنترول سی بغیر له هغه د لمړنیو خوراکی توکو قیمتونو تر هغه هم لوړیږی.
د فراه ولایتی شورا دا غړۍ ټینګار وکړ چی په حاضر حال کی ددی ولایت خلګ د اقتصادی فقر سره مخامخ دی او د لمړنیو خوراکی توکو قیمتونو لوړیدل د رمضان په میاشت کی کولای سی د فقر لمن پراخ کړی.
هغی د دولت څخه وغوښتل ترڅو پر بازار باندی نظارت ولری او د لمړنیو خوراکی توکو د قیمتونو د لوړیدو مخه په رمضان مبارک میاشت کی ونیسی.
محمد ناصر مهری د فراه والی ویاند وایی: څنګه چی ددی ولایت ډیر خوراکی توکی وارداتی ددی نه سو ویلای چی د هغه قیمت لوړ تللی دی.
هغه وویل: د رمضان مبارکی میاشتی په رارسیدو سره د لمړنیو خوراکی توکو قیمتونه دومره لوړ ځی چی په جاری کال کی هم همداسی ده. یو د هغه دلایلو څخه چی د خوراکی توکو قیمتونه په دی میاشت کی ډیریږی دادی چی تاجران په دی میاشت کی لږ خوراکی توکی واردوی او په بازارونو کی د موادو کمبودي په بازارونو کی د قیمتونو د لوړیدلو سبب ګرځی.
هغه زیاتوی: تجاران نه سی کولای خوراکی توکی په لوړ قیمت وپلوری. ځکه د هر وخت په څیر تحقیقاتی ټیمونه لرو چی د ښار او مارکیتونو څخه نظارت لری، سربیره پر هغه ګمرکی تحقیقاتی ټیم هم شتون لری چی ددی موادو واردلو په وخت د وارد سوو موادو قیمتونو باندی نظارت لری.
https://avapress.com/vdcbwfb8arhba0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته