دخپریدو نیټه :شنبه ۱ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۵۰
د مطلب کود : 150280
د اعتراف دیپلماسی څخه تر انفعال دیپلماسی پوری

 

 

د افغانستان جمهوری ریاست د پاکستان لمړۍ وزیر اعتراف څخه چی کابل زنبق څلور لاری په اړه، ښه راغلاست وکړ؛ خو ویلی هغه څه چی مهم دی د پاکستان عملی اقدام د تروریزم په وړاندی دی.

په هغه برید کی چی په کابل کی د یو تانکر په واسطه ترسره سو، لږ ترلږه ۱۵۰ تنه وژل سوی او د ۴۰۰ تنو څخه ډیر ټپیان سوی دی.

د ریاست جمهوری ویاند وویل چی هغه څه چی د پاکستان لمړۍ وزیر ویلی هغه تریخ اعتراف دی چی ډیر ځلی افغانستان مطرح کړی دی.

هغه وویل چی کابل ددی په هیله دی چی پاکستان ددی پیښو په وړاندی عملی اقدام وکړی.

د پاکستان لمړۍ وزیر په اخیرو کی ویلی وو چی ټوله جزئیات ددی برید په اړه نه لری؛ خو داسی په نظر رسیږی چی دری یا څلور تنه د عاملینو څخه د پاکستان مرز له لوری افغانستان ته ننوتۍ دی.

شاهد خاقان عباسی همدارنګه ویلی چی یو موتر د هغه ځایه کابل ته تللی او د چاودنی مخکی د یو سفارت مخته پارک سوی دی.

بیله شکه چی د خاقان عباسی اظهارات د پاکستان سیاسی رژیم عالی رتبه چارواکو له لوری د پاکستان مستقیم ملاتړ د تروریستانو څخه یو بی سارۍ خبره حسابیږی او په همدی دلیل، د کارپوهانو په نظر، په افغانستان کی د تروریزم څخه د پاکستان ملاتړ په اړه یو پوخ سند دی.

هغه څه چی په کابل کی رامنخته سوه، ډیر تلفات او خسارات پرځای پریښوده، د تیرو ۱۷ کالو په اوږدو کی چی د اافغانستان مرکزی دولت، د پاکستانی تروریزم سره په جنګ کی دی، بی سارۍ وو او د همدی امله دیر قربانیان یی غیری نظامیان تشکیلوله، یو بشری ضد جنایت وو چی ترسره کوونکی یی، د سختو مجازاتو مستوجب بلل کیږی.

دی مسایلو ته په کتلو سره، د پاکستان لمړۍ وزیر روښانه اعتراف ددی په اړه چی دا برید پاکستانی تروریستان ترسره کړ او حتی هغه وسیله چی په هغه کی چاودیدونکی توکی ځای پرځای سوی وو، د پاکستان له لوری، افغانستان ته روانه سوی وو او د ښاغلی عباسی په وینا، د سفارت په چاپیره کی پارک سوی وو، یو مهم اعتراف وو.

دا اعتراف شکاره کوی چی پاکستان، د هغه برید مستقیم مسوول دی. البته دا هم باید روښانه سی چی د پاکستان لمړي وزیر مقصد، د کوم هیواد سفارت څخه وو. دا خبره له دی امله مهم دی چی که دا سفارت د پاکستان نه بغیر بل هیواد سفارت وو، نو د پاکستان نه ماسیوا نور کسان هم په دی کی لاس درلود او باید مجازات سی.

همدارنګه د یو دوهم هیواد شتون سره به دا مشخصه سی چی په افغانستان کی فعال تروریزم، د کوم سرچینو څخه تغذیه کوی او کوم رژیمونه د هغه بی دریغه او پراخ ملاتړ کی نقش لری.

 

په دی منځ کی، د افغانستان ساده او رسمی معمولی غبرګون د پاکستان لمړۍ وزیر لرزوونکی خبری په وړاندی ډیر نه باوروونکی دی.

افغانستان هر وخت ادعا کړی چی پاکستان په افغانستان کی د تروریزم څخه ملاتړ کوی او په دی برخه کی، کافی او معتبرو شواهدو او اسنادو ته اشاره کړی دی. په دی حساب سره، د پاکستان لمړۍ وزیر صریح اعترافات، په داسی شرایطو کی چی نړۍ د سازمان ملل متحد عمومی ۷۲ ناستی شاهد دی، یو استثنایی فرصت او چانس د افغانستان په اختیار کی قرار ورکړی وو ترڅو نړۍ د تریخو حقیقتونو لوری ته رجعت ورکړی چی پاکستان او تروریزم نسبت ته جریان لری او د نړۍ امنیت پراخ برخه اغیزمن کړی دی.

اشرف غنی؛ ولسمشر او د افغانستان دیپلماسی دستګاه، باید د پاکستان لمړۍ وزیر د خبرو په اساس، د اسلام آباد پر رژیم باندی ډیر سیاسی فشار وارد کړی وای.

د سازمان ملل څخه ګټه اخیستنه، یو موثره او اغیزمنه امکان ددی کار لپاره وو. افغانستان باید په رسمی توګه نړۍ دی موضوع ته رسیدګی لپاره غوښتی وای.

خو د افغانستان غبرګون په دی اړه، ډیر ضعیف، خنثی او بی خاصیته وو.

افغانستان د انفعال دیپلماسی په چلند سره، په افغانستان او سیمه کی د تروریزم مساله په ټول ډول سره بی اغیزه کړه.

https://avapress.com/vdcbwgb8grhbs5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته