دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۵۳
د مطلب کود : 110987
جمهور رئیس غني د ملګرو ملتونو سازمان د پروژوي خدمتونو د ادارې له چارواکو سره وکتل


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر د پروژوي خدمتونو د ادارې له چارواکو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس غني د افغانستان په اداره کې د اصلاحاتو پر راوستلو ټینګار وکړ، وې ویل چې د تدارکاتو د کمیسیون ریاست چارې پخپله دی له نیږدې څخه څاري، په قراردادونو کې د فساد د مخنیوي او په چاروکې د شفافیت د رامنځته کولو لپاره په غوڅه توګه اقدامات کوي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې په هېواد کې اقتصادي وده د ملي وحدت د حکومت له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي او زموږ ډېر تمرکز به پر اقتصادي مسئلو وي
https://avapress.com/vdcbwgb8zrhb89p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته