د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي؛ د افغانستان له ټولو سیمو څخه د رایو صندوقونه د ولایتونو مرکزونو ته انتقال شوي دي. د دې کمیسون ویاند نور محمد نور ازادي راډیو ته وویل چې؛ یوازې د څلور اویا ولسوالیو مواد لا هم ولایتي مرکزونو ته نه دي رسیدلي چې؛ د نوموړي په وینا د نن (سه شنبې) ورځې تر پای پورې به انتقال شي.
ښاغلي نور وویل، د انتخاباتو قسمي نتایج به د فیصدۍ پر بنسټ په راتلونکو څو ورځو کې اعلان کړي؛ خو لومړنۍ رسمي نتایج به د غوایه د میاشتې پر څلورمه نېټه رسماً د دې کمیسون له خوا اعلان شي.
ښاغلي نور غوښتنه کړه، تر هغې پورې چې د دې کمیسون له خوا د رایو نتایج نه وي اعلان شوي؛ رسنۍ او کاندیدان دې په دې اړه له وړاندوینو ډه ډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې، د انتخاباتي شکایتونو کمیسون پرون (دوشنبې) وویل؛ تر اوسه پورې په انتخاباتو کې د درغلیو او سرغړاویو دوه زره یوسلو څلور ویشت شکایتونه وررسیدلي چې؛ دوی یې څیړنه کوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)