دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود : 125486
جمهور رئیس غني: راتلونکی کال به د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو بودجې یوه برخه سپورت ته ځانګړې شي
جمهور رئیس غني: راتلونکی کال به د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو بودجې یوه برخه سپورت ته ځانګړې شي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د فوټبال ملي تیم غړیو ته د تقدیر نامو په ورکولو سره د هغوی لاسته راوړنې  وستایلې.

په دې مراسموکې چې په ارګ کې ترسره شول، لومړی د هېواد د فوټبال فدراسیون رئیس کرام الدین کریم له جمهور رئیس څخه  ورزش ته د ده د پاملرنې او ملاتړ له امله مننه وکړه او جمهور رئیس ته یې د اسیا ملتونو جام ته د هېواد د فوټبال د ملي ټیم د لار موندنې مبارکي وویله.

د فوټبال د فدراسیون رئیس څرګنده کړه، د فوټبال ورزش ملاتړ د افغانستان د فوټبال فدراسیون  د زیاتو بریاو لامل کېږي او د ورزشکارانو روحیه پیاوړې کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون سر روزونکي پیټر شګرت له جمهور رئیس څخه د قدرداني په ترڅ کې د افغانستان د فوټبال ورزش د پیاوړتیا په برخه کې رامنځته شوي فرصتونه د زیاتو بریاو د ترلاسه کولو په توګه یاد کړل.

د فوټبال د ملي ټیم کیپتان فیصل شایسته جمهور رئیس ته د ورزشکارانو د هڅو د ادامې ډاډ ورکړ او وې ویل، ورزشکاران به په خپلو بریاو سره د افغانستان خلکو ته خوښي او ویاړ ور وبښي.

د هېواد جمهور رئیس د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته د هېواد د فوټبال د ملي ټیم د هر غړي د نوم په یادولو سره وویل، له ډېرې مودې راهیسې ستاسو د لیدنې منتظر وم، ډېرې لیدنې به ولرو او دا به وروستۍ لیدنه نه وي.

جمهور رئیس غني ورزشکارانو ته په خطاب کې وویل، په نړیوالو سیالیو کې ستاسو هره بریا له هېوادوالو څخه غم او اندېښنه هېروي او په یوه غږ دعاګانې درته کوي او مننه چې د د دې هېواد د هر ماشوم، ځوان، ښځې او مشر پر شونډو مسکا راوړئ.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، تاسود افغانستان ملي بیرغ په ځانګړي ویاړ لوړ کړی او د نړۍ په هره نقطه کې مو د افغانستان د فوټبال ملي ټیم پرمختګ ته رسولی. باور لرم چې ستاسو اتحاد، نوی تشکیل او هلې ځلې به واضح پرمختګونه ولري.

جمهور رئیس وویل، د افغانستان د فوټبال ملي ټیم ټول هېواد ته ویاړ راوړي او د افغانستان ټول خلک یې ملاتړ کوي. په داسې یو هېواد کې چې د اعتیاد، وزګارتیا او افراطي نظریاتو میراث یې اخیستی، تاسو د ځوانانو لپاره یو ښه مثال یئ . داسې مثال چې هم ځوانان هڅوئ او هم مثبت جهت ورکوئ.

جمهور رئیس د فوټبال ورزش په سرتاسري کېدو ټینګار وکړ او وې یل، راتلونکی کال غواړم د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بودجې یوه برخه سپورت ته ځانګړې شي.

محمد اشرف غني وویل، د افغانستان هر ښوونځی او پوهنتون باید د فوټبال امکانات او اسانتیاوې ولري او د افغانستان په هره قول اردو او لوا کې د ورزش د بنیادي کولو لپاره کار وشي.

جمهور رئیس غني د ورزش له ملاتړو بنسټونو څخه په مننې وویل، د ورزش د تمویل لپاره به له دولتي، خصوصي او نړیوال منابعو څخه امکانات برابر کړو.

https://avapress.com/vdcbwsb80rhb5ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته