دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 138284
د مسکو ناسته؛ روسیه لستوڼۍ پورته کوی
د اخبار په اساس، نن چهارشنبه(۲۷ دلوه) مسکو دداسی ناستی کوربه دی چی په هغه کی  د شپږو هیوادونو نماینده ګان د افغانستان په اړه تبادل نظر کوی.
دا دوهم ځل دی چی مسکو دداسی ناستی کوربه کیږی په دی توپیر سره چی په لومړی ناسته کی د چین او پاکستان او روسیی نماینده ګان شتون درلود خو نن د دسامبر ۲۷ ناستی برخلاف، دا ځل د افغانستان نماینده هم د مسکو په ناسته کی شرکت کوی.
د مسکو د ناستی لپاره د چین، پاکستان، ایران، هند او افغانستان نماینده ګان دعوت سوی دی.
پوهان په دی باور دی چی روسیه او یا دواړه نور دولتونه په یو ډول سره په منطقه کی د بدلونونو څخه متاثره کیږی او حق لری چی د خپل هیواد د امنیت په اړه په اندیښنه کی اوسی.
په دی عمل سره، روسیه د رامنځته سوی بدلونونو او دخپل رقیبانو دسیسو او توطئو په وړاندی په منطقه بالخصوص په افغانستان کی عکس العمل ښودلی دی او ددی په هڅه کی دی فعال سیاست په منطقه کی وچلوی.
د منطقی د مسائلو د ډیرو پوهانو په باور، روسیه په دی اندیښنه کی دی چی داعش د روسیی د مرزونو ترڅنګ د رشد په حال کی دی او لکه څنګه چی ددی هیواد مقامات ویلی دی چی په هر ډول سره به ددی امواجو په وړاندی ودریږو او د طالبانو سره اړیکه هم د همدی تګلورو څخه شمیرل کیدلای سی.
له بله لرخه د افغانستان ګاونډی هیوادونه چی د افغانستان په قضیه کی ځان دخیل بولی او ګټه په نظر کی لری هم خپل غوښتنی په دی قضیه کی لری.
د مثال په ډول، د افغانستان دولت ددی حق لری چی په هر ناسته کی چی په افغانستان پوری مربوطیږی،  د رسمی او قانونی دولت په توګه حضور پیدا کړی او ورڅخه دعوت وسی؛ چی داسی په نظر رسیږی چی په منطقه کی د دیپلماتیک له لحاظه هم پرځای غوښتنه وی او سالم سیاسی شعور هم همدا حکم کوی چی په هغه مسائلو کی چی په یو هیواد پوری اړه لری باید همهغه هیواد شتون ولری.
بل موضوع د افغانستان ګاونډیان دی چی هر یو خپل ګټه په افغانستان کی په نظر کی لری او دهغه پرسر سخت رقابت هم لری، انتظار  لری چی د افغانستان قضیه په داسی ډول حل او فصل سی چی د هغوی په ګټه تمام سی او لږترلږه خپل ډیرو ګټو ته لاسرسی پیدا کړی!.
د ګاونډیانو څخه چی تیر سو، د افغانستان غربی ملاتړکوونکو یعنی ناتو او د هغه غړو بالخصوص امریکا ته واري رسیږی. د غربیانو په نظر افغانستان یو لوی او راهبردی پروژه ده او البته پردرآمده د سیاسی او معنوی له لحاظه دی.
د غرب سرانو له نظره په افغانستان کی د ډیرو کلونو راهیسی ډیر سرمایه گذاری سوی دی؛ تر څو غربی مقامات د سرمایه ګزاری څخه هغه څه چی په نظر کی لری ورته ورسیږی خو که څه هم اوس خپل مقصدونو ته رسیدلی دی؛ خو نهایی او آخری مقصدونوته د رسیدو لپاره ډیر لاره پاته دی او اوس په نیمه لاره کی دی، واضح خبره دی چی خپل لاری ته به ادامه ورکړی چی په افغانستان کی خپلو ګټو ته ورسیږی!.
خو اوس د افغانستان غربی ملاتړ کوونکی هم خپل غوښتنی لری او ورته ددی مسئلی قبلول ډیر ګران دی چی په نیمه لاره کی ورته رقیب پیدا سی د روسیی دولت په نامه او په افغانستان کی دغربی ملاتړ کوونکی ټولی هڅی هیڅ کړی او اوضاع په افغانستان کی خپل ګټی لپاره برابره کړی؛ هغه خبره چی په سوریه کی د کیدلو په حال کی دی او روسیه هڅه کوی چی د سوریی وضعیت څخه د خپل ګټی لپاره ګټه واخلی چی داسی په نظر رسیږی په دی برخه کی ډیر بریالی هم دی.
خو امریکا او ملاتړ کوونکی یی نه غواړی د سوریی حادثه په افغانستان کی هم تکرار سی او یوځل بیاد روسیی څخه ضربه وخوری؛ د همدی لپاره هیله لری چی په هر ناسته کی چی په افغانستان پوری مربوطیږی حضور ولری او دهمدی ناستو په خاطر چی یو ناستی نیسی او بل نه دعوتیږی، خپله د بحرانونو د رامنځته کیدلو لامل ګرځی او همدا کار ددی لامل ګرځی چی دداسی ناستو نتیجو ته خوش بین پاته نه سو.
په ډیر تاسف سره باید وویل سی؛ اوس چی د هیواد اداری چاری زموږ د دولتمردانو د لاس څخه وتلی دی او دافغانستان دولت او ملت سرنوشت او راتلونکی د نورو په لاس کی لویدلی دی نو لازم دی چی په ناستو کی هرهیواد چی په افغانستان کی ګته وینی باید حضور ولری ترڅو شاید په دی هیواد کی جنګ او وینی تویونی خاتمه پیدا کړی.
https://avapress.com/vdcbwwb8arhbf5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې