دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 126377
ننګرهار کې یوه ۱۵ کلنه نجلۍ په تناره کې سوځول شوې
د ننګرهار ولایت چار واکي وايي د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې یوه پنځلس کلنه نجلۍ، چې د نهم ټولګي زده کوونکې وه، د اور سوځولو له کبله خپل ځان له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار ولایت چار واکي وايي د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې یوه پنځلس کلنه نجلۍ، چې د نهم ټولګي زده کوونکې وه، د اور سوځولو له کبله خپل ځان له لاسه ورکړی دی.

دغه ولایت پولیس وايي چې د انجلۍ سوځيدو په تړاو يې یوه میرمن نیولې او پوښتنې ترې روانې دي.

دغه ولایت والي ویاند عطا والله خوګيانی وايي، دغه پېښه شنبې په ورځ د د ننګرهار ښار درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

لومړني رپوټونه ښيي چې مرسل په نوم انجلۍ د بي بي زینب د لیسې د نهم ټولګي زده کوونکې تنور ته غورځول شوې او سوځل شوې ده.

 
https://avapress.com/vdcbz0b8zrhb5fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته