په ختیځ ننګرهار ولایت کې د خپل ماین د چاودنې له امله لږ تر لږه درې تنه د داعش وسله وال وژل شوي.
د ننګرهار امنیه قومانداني پیښه د یکشبنې په ورځ ناوخته د اچین په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د امنیه قومانداني چارواکو په وینا، د اچین ولسوالۍ د عبدالخیلو سیمې په مربوطاتو کې داعش وسله والو غوښتل، چې د تخریبي کړنو په موخه ماین ځآی پر ځای کړی، چې پرې خپل ماین چاودنه کړې او له امله یې درې داعشیان وژل شوي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وسله وال طالبان، داعش وسله وال او نورې ترهګرې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
خو په ځینې وختونه د ورته چاودنو له امله وسله وال طالبان او نورې وسله وال هم وژل کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)