دخپریدو نیټه :جمعه ۷ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 132776
مصلحت په دی کی دی چی اختلافاتو ته خاتمه ورکړل سی
د هیواد دسیاسی اخیرو شپو او ورځو صحنی ددی شاهد دی چی د ملی وحدت په سرانو کی لفظی مشکلات رامنځته سوی دی؛ په داسی ډول چی دا اندیښنی ډیر اندیښنی رامنځته کړی دی. دا عکس العملونه او مشکلات په داسی حال کی رامنځته سوی دی چی د هیواد دشمنان د څلورو طرفو څخه پر هیواد باندی دحملی آمادګی نیولی دی او زموږ خلګواو امنیتی ځواکونو ته مشکلات رامنځته کړی دی. ددی عکس العملونو شروع  هغه وخت سوی دی چی د هیواد اجرایی رییس داکتر عبدالله د اشرف غنی په اخیرو میاشتو کی په انحصار ګرایی تورن کړی دی او وایی چی هغه حتی حاضر نه دی چی په ارګ کی ورسره ملاقات وکړی. ددی شکایتونو لاره د داکتر عبدالله او احمد ضیا مسعود او هم د جنرال دوستم لخوا سرچینه اخیستی دی؛ په داسی ډول سره چی په دی ځل کی جنرال په شدت سره د شکایت ډګر ته داخل سو او هغه څه چی به شان کی یی نه وو د ریاست جمهوری په وینا پر رییس جمهور او همکارانو یی نثار کړ. د ریاست جمهوری لومړی معاون خبری هغه څه نه وو چی د رییس جمهور اطرافیان چپ پاته سی؛ او هغوی هم په اقداماتو لاس پوری کړ او یا هم د جنرال دوستم د اظهاراتی په وړاندی یی اقدام وکړ. د هیواد پوهان او کارپوهان هم دوه برخی سوی دی؛ ځینی د جنرال دوستم د خبرو طرفدار دی او وایی چی دا خبری په دی اساس سوی چی رییس جمهور او اطرافیان یی د نورو ډلو په مقابل کی او دخلګو په مقابل کی تر لاس لاندی نیولی دی. خو ځینی پوهان د رییس جمهور او دهغه همکارانو طرف داری کړی او د جنرال دوستم خبری باطل بللی دی او د ارګ عکس العمل په معقول بللی دی. خو ځینی زړه سوانده پوهان هم سته چی هر دواړه برخی تحمل او صبر ته دعوتوی او د ملی وحدت حکومت د عدالت او برابری په رعایتولو د ټولو اقوامو لپاره دعتوی. ددی پوهانو په وینا، د مذهبی او ظاهری شکل بغیر، افغانستان د ټولو قومو مشترک کور دی؛ چی تر اوسه هم د پیړیو په تیریدو سره دا اقوام د یو بل تر څنګ ژوند کړی دی؛ چی دا ټوله د دینی مشترکاتو او انسانی ملت په خاطر سوی دی او له دی برخی څخه افغانان د نورو اسلامی هیوادو لپاره یو نمونه ګرځیدلی دی. ددی پوهانو په نظر، په داسی شرایطو کی چی دشمن د هر لوری د افغانستان خلګ او ملت او دولت تر نشانی لاندی نیولی دی، د بی تفاوتی او بی اعتنایی لوی اوج نسبت د هیواد او ملت سرنوشت ته دی چی دملی وحدت د حکومت سران، ددی پرځای چی یو دبل سره تفاهم وکړی او د یو او بل ترڅنګ قرار ونیسی او د دشمنانو سره مبارزه وکړی، د ژبی او قلم د سلاح پواسطه یو بل تر نشان لاندی نیسی تر څو د خپل قدرت څخه د یو او بل په ځمکه وهلو لپاره استفاده وکړی او دا عملکرد ددشمن لپاره لاره خلاصوی. لیدل کیږی چی ښه لاره دا دی چی د ملی وحدت حکومت لږ د ځان پالنی څخه تیر سی او خلګو لپاره هم فکر وکړی چی دری لسیزه جنګ تیر کړی دی؛ او که دا لاره همداسی ادامه پیدا کړی، نور به هیڅ څوک هم ونه توانیږی چی دا مشکلات تر قیامته هم حل کړی.
https://avapress.com/vdcbz5b80rhbfzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته