دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۸:۵۳
د مطلب کود : 112273
شپږ تنه وسله وال مخالفين د څوارلس مخابرو او يو شمېر وسلو سره يو ځای ونيول شول
ننګرهار ولايت مقام ته د ملي امنيت رياست د ورکړل شويو معلوماتو له مخې د  سيد محمد په نوم يو تن، چې د کونړ ولايت اصلي اوسيدونکی دی د جلال ښار څلورمې ناحيې په سيمه کې په داسې حال نيولي چې يو شمېر مخابرې او وسايل يې کونړ ولايت ته د وسله والو مخالفينو لپاره لېږدول.

د معلوماتو له مخې په نيول شويو توکو کې څوارلس پايې تاکي واکي مخابرې، د تاکي واکي مخابرو پنځه ويشت بطرۍ، نولس انتنونه، يو چارجر، ۵۰ عدده پرزه جات او سل فيره مرمۍ شامل دي.

ملي امنيت رياست په خپل راپور کې ويلي، چې تېره شپه يې د غني خېلو ولسوالۍ د شپږويشتمې ويالې په سيمه کې هم د وظيفې پرمهال د وسله والو مخالفينو يو قوماندان ميرداد مشهور په دادا د څلورو تنوملګرو او يو شمېر وسلو سره يو ځای نيولي دي.

معلومات وايي، چې دادا د ملاتور جان وسله والو مخالفينو د قوماندانانو له ډلې څخه دی.

ملي امنيت رياست په خپل راپور کې زياتوي، چې له دغو کسانو سره يې يو ار پي جي راکټ، درې فيره مرمۍ، درې حق سوق راکټ انداز، يو توپک د پنځه عدده شاجور سره، دوه ميله کلاشنکوف د لس عدده شاجورونو او مرميو سره، څلور لاسي بمونه، پنځه ويشت فيره ای کی مرمۍ، دوه پايې مخابرې او يوه پرتله نيولي دي.

ملي امنيت وايي، چې نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او په ياد رياست کې ترې نورې پلټنې روانې دي.

د يادونې وړ ده، چې تيره ورځ هم ملي امنيت رياست دچاڼيزو عملياتو پرمهال د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ کې د يو شمېر کورونو څخه وسلې او نظامي يونيفارم ترلاسه کړي وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz5b8frhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته