دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 143774
یو افغان پولیس زابل کې خپل ۶ ملګري وژلي

د افغانستان په جنوب کې د زابل ولايت چارواکي وايي، يوه پوليس چې د دوى په وينا له طالبانو سره يې اړيکه لرله، خپل ۶ ملګري وژلي دي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د زابل امنیه قوماندان غلام جیلاني فراهي وایي، دغه پیښه تیره ورځ د زابل ولایت د شینکی ولسوالۍ په یوه امنیتي پوسته کي رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې برید کوونکی د خپلو ملګرو تر وژلو وروسته وسلې له ځان سره وړې او له طالبانو سره یوځای شوي دی.

د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

زابل د افغانستان په سویل کې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

خپل منځي بريدونه چې وړاندې د ناټو او امريکايي ځواکونو لپاره لويه ستونزه وه اوس يې د افغان ځواکونو لپاره سرخوږی جوړ کړی دی.

په دې ډول بريدونو کې افغان امنيتي ساتونکي چې د دولت له مخالفانو سره اړيکه لري پر افغان يا بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي.

https://avapress.com/vdcbzfb8arhbazp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته