دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۰۰
د مطلب کود : 100870
د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه - د ولسي جرگې او مشرانو جرگې غړو ته
وَلاَ تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًا * النساء: 105
او د خائنانو لپاره شخړه كوونكى مه شه
د ولسي جرگې او مشرانو جرگې غړو ته! سلام پر حقپالو او مرگ پر وطن پلورو
له امريكا سره د امنيتي تړون په ارتباط څو حقائق ستاسو مخي ته ږدو:
• امريكايانو د خپلي خوښي امنيتي تړون د حكومت پر چارواكو لاسليك كړ، دا تړون په حقيقت كي د هېواد پلورني شرمناكه وثيقه ده، د دې وثيقې له مخي امريكايانو ته تر نامعلومي نېټې داسي وړيا او له كرايې پرته نظامي اډې وركړى شوې چي په بشپړه توگه به د دوى په واك كي وي، د دوى بيرغونه به پرې رپېږي، هيڅوك به د دوى له اجازې پرته نشي ورننوتى، امريكايان به كولى شي افغانستان ته هر ډول وسائل راوړي او له خپل ځان د دفاع تر غولوونكي نامه لاندي ئې د افغانانو په خلاف وكاروي، افغانستان ته به د امريكايي ځواكونو تگ راتگ له وېزې او د كابل حكومت له اجازې او موافقې پرته وي، د هېواد زمكه او فضاء به د خپلي ارادې او خوښي مطابق كارولى شي، دا حق به لري چي خپل مخالفين تعقيب او د هغوى په خلاف عمليات ترسره كړي، كه د دغو عملياتو په ترڅ كي د كوم جرم او جنايت مرتكب شي نو افغانان به دا حق نه لري چي امريكايي جنايتكاران او مجرمين محاكمه يا مجازات كړي!! په دې تړون كي ټول هغه شرائط له پامه غورځول شوي چي د جعلي لويي جرگې له لوري وړاندي شوي وو او كرزي هغوى ته په پام سره د تړون له لاسليك ډډه وكړه.

• حقيقت دا دئ چي د جمهوري رياست انتخابات او لانجې ئې، ائتلافي حكومت او تركيب ئې ټول د دې تړون د لاسليك لپاره مقدماتي كارونه ول؟!! دا حكومت د امريكا په سفارت كي او د جان كيري په حكم او اراده جوړ شوى، لومړى كار ئې د امريكايانو د خوښي تړون لاسليك كول وو. د انتخاباتو خندوونكې لوبه هسې يوه ډرامه وه، پايله ئې په كابل كي د امريكا سفير په خپل دفتر كي وټاكله، ائتلافي حكومت ئې جوړ كړ، نه ئې د ولس رأيو ته كوم ارزښت وركړ او نه اساسي قانون ته، داسي حكومت ئې رامنځته كړ چي تل به له داخلي لانجو سره مخامخ وي، پر كرسيو به ئې افغانان ناست وي خو واك به ئې په بشپړه توگه د امريكايانو په لاس كي وي او هره مهمه پرېكړه به ئې د امريكا په سفارت كي كېږي. د همدې لپاره ئې هغه څېرې په حكومت كي ننايستلې چي بهرنيو ځواكونو ته ئې پر افغانستان د بريد بلنه وركړې، د جگړي پر دوام ټينگار كوي، غواړي دا ځواكونه په افغانستان كي پاته وي، د افغانانو د نيولو، وژلو، او د دوى پر كورونو د بريد حق ولري، نظامي اډې او زندانونه ئې په واك كي وي.

• هغه ناافغانان چي ادعاء كوي د بهرنيو ځواكونو شتون د امنيت په تأمين كي مرسته كوي؛ دروغ وايي، د واقعيتونو خلاف دروغجنه ادعاء كوي، بهرنيو ځواكونو افغانستان د گاونډيو له لاسوهنو نه دئ خوندي كړى بلكي هغوى ته ئې د هر راز لاسوهنو پراخ شرائط برابر كړي، نن نه تهران د دې تړون مخالفت كوي او نه اسلام آباد، زموږ گاونډيان د دې پر ځاى چي په افغانستان كي د ناټو نظامي حضور ته د يوه گواښ په سترگه وگوري؛ د تأييد سر ورسره خوځوي، تهران نه يوازي په افغانستان كي د بهرنيو ځواكونو حضور د ځان په گټه گڼي؛ دا ځكه چي ايران ته ئې په افغانستان كي د پراخو لاسوهنو لار افغان غږ خبری آژانسره كړې او ايران پلوه ډلو ته ئې بې ساري امتيازات په لاس وركړي؛ بلكي په عراق كي هم د امريكا د فوځي عملياتو او نظامي حضور ملاتړ كوي او له واشنگټن غواړي چي عراق ته يو ځل بيا خپل فوځونه ولېږي!! دا دئ گورو چي په گډه د عراق د اسلامي دولت مقابله كوي!! ټول ايران پلوه افغاني ډلي په افغانستان كي د امريكايي ځواكونو د حضور ملاتړ كوي!! پاكستان هم د بهرنيو ځواكونو بشپړ او فوري وتل د افغانستان او سيمي په گټه نه بولي!!

• د دې تړون معنى دا ده چي روان حالت به دوام كوي، جگړه به د مخكي په څېر روانه وي، نږدې شل زره امريكايي او ناټو ځواكونه به په افغانستان كي پاته وي!! افغان امنيتي ځواكونه به د دوى تر قومندې لاندي د افغانانو په خلاف جنگېږي، طبيعي ده چي په دې صورت كي به آزادي غوښتونكي افغانان د مقاومت له دوام پرته بل بديل نه گوري، دا ځكه چي افغانان په خپل هېواد كي د بهرنيو ځواكونو حضور نه مني، مرگ مني خو غلامي ته سر نه ټيټوي. دې تړون جوته كړه چي امريكايان يا اصلاً صلح نه غواړي يا داسي صلح غواړي چي د دوى په لاس د افغانستان اشغال ته مشروعيت وركړي او پر كابل د دوى د خوښي لاس پوڅى حكومت حاكم وي.

• د ولسي جرگې او مشرانو جرگې غړو ته وايو: داسي شرمناك او سپېره تړون تر نن پوري د افغانستان هيڅ مخكني واكمن نه دئ لاسليك كړى، دا له انگرېزانو سره د شاه شجاع، امير عبدالرحمن خان او امير حبيب الله خان او له روسانو سره د كارمل تر تړونونو ډېر شرمناك او سپېره دئ. د دې تړون له تأييد ډډه وكړئ، خپل نومونه د ملي خائنانو او وطن پلورونكو په تور ليست كي مه ثبتوئ، نه د كابل لاسپوڅى امريكايي حكومت د افغانستان د پلورلو حق او واك لري او نه تاسو. دا تړون نه يوازي امنيت او صلح نشي تأمينولى بلكي همدا د جنگ د دوام وسيله ده، تر هغه چي په افغانستان كي بهرني ځواكونه وي جگړه به له ځنډ او توقف پرته ادامه كوي. په دې بايد پوه وئ چي اشغالگر ځواكونه د افغانستان له پرېښودو پرته بله چاره نه لري، د امنيتي تړون لاسليك په وضعيت كي هيڅ بدلون نشي راوستى، هر څه به همغسي وي چي په تېرو ديارلسو كلونو كي وو. امريكايان او موئتلفين ئې دا جگړه نشي گټلى، تر دې زيات نه د رواني جگړي ځاني تلفات زغملى شي او نه د جنگ ملاماتوونكي لگښتونه، له وتلو پرته بله چاره نه لري، د نړۍ په گوټ گوټ كي له نورو ستونزو سره مخامخ او په جگړو كي ښكېل شوي دي، نه د دې امكان شته چي اشغالگران به داسي امنيتي ځواكونه رامنځته كړي چي د ناټو له وتلو وروسته امنيت تأمين كړي او نه د دې امكان شته چي غربي هېوادونه به د افغان امنيتي ځواكونو د تمويل لپاره هر كال څلور پنځه مليارده ډالر د كابل حكومت ته وركوي!! بهرني ځواكونه ناكام شوي، حالت د اشغالگرانو له ادارې وتلى، ښايي تر 2014 كال وروسته له داسي پېښو سره مخامخ شو چي هيڅوك ئې انتظار نه لري.

• راشئ د بحران لپاره كورنى حل ولټوو، د پرديو له وساطت او وصايت پرته د بين الافغاني تفاهم له لاري بحران حل كړو. ټول بايد دا د يوه مسلم حقيقت په توگه ومني چي د بهرنيو ځواكونو حضور د جنگ له دوام پرته بله معنى او نتيجه نه لري، پاته كېدا ئې نه افغانان مني او نه كومه ستونزه حل كولى شي، كوم ناافغانان چي د بهرنيو ځواكونو پر پاته كېدا او د جگړي پر دوام ټينگار كوي، بايد پوه شي چي دا له ذلت ډك دريځ به له سپكاوي پرته بل څه ورپه برخه نه كړي، دا ځواكونه نه د دوى په غوښتنه پاته كېږي او نه وځي، د خپلو استعماري گټو حرص راوستي او خپلي ستونزي ئې وتلو ته اړ كوي.

د خپلواك اسلامي افغانستان جوړېدو په هيله

سرلوړي دي وي افغانان بريالي دي وي مجاهدين

حزب اسلامي افغانستان

29/7/1393
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzgb8grhbgwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته