دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 107477
دطبعي پېښو چمتوالې او ګواښونو د راټیټولو په موخه یو ورځینی ورکشاپ ترسره شو.

د میدان وردګو ولایت د طبعې پېښو پر وړاندې د چمتوالې اداره کې د طبعي پېښو چمتوالې او ګواښونو د راټیټولو په موخه د کوار ( COAR ) او شرق پوهنتون ادارو له لورې یوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
په دغه ورکشاپ کې د میدان وردګو ولایت مرستیال والي سربیره ، د دغه ولایت د بېړنۍ کمیټې،ولایتي شورا او یو شمېر نورو ادارو شاوخوا ۴۰ تنو غړو کې ګډون کړی وو.
د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني له یادو ادارو څخه مننه وکړه،چې د طبعي پېښو چمتوالې او د پېښو پر مهال د ګواښونو د راټیټولو په موخه د دغه ولایت د پېښو بېړنۍ کمیټې ته یوه ورځنی ورکشاپ جوړ کړی .
ده زیاته کړه،دغه پوهاوی باید عام شي او ولسونه هم باید په دې پوه کړای شي،چې څنګه کولای شي د طبعې پېښو پر مهال د ګواښونو د راټیټولو هڅه او مخنیوی وکړي .
په جوړ شوي یوه ورځني ورکشاپ کې د پېښو پر مهال د مرستې همغږي کول او همدا راز د پېښو پر مهال د مېرمنو د ونډې په اړه،چې هر مهال زیان ګوري معلومات ورکړل شول.
همدا راز په دغه ورکشاپ کې د پېښې د رامنځته کیدو پر مهال زیانمنو خلکو او ځآی ته د کمیتې د غړو بېړنۍ رسونې په اړه هم پوهاوی ورکړل شوو.

\"\"

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbzzb8zrhbgap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته