دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 96334
لوګر : په څرخ ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه ۱۱ وسله وال مخالفین نیول شوي
د لوګر چارواکي وایي، چې په څرخ ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه ۱۱ وسله وال مخالفین نیول شوي دي.
د دې ولایت د والي ویاند دین محمد درویش نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه عملیات له دوو ورځو راهیسې پيل شوي، چې تر اوسه هم دوام لري.
درویش زیاته کړه، چې د عملیاتو پرمهال د ډزو په تبادله کې دوه میرمنې هم سطحي ټپيانې شوي دي.
څرخ د لوګرهغه ولسوالۍ ده، چې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه په کې ډیرترسترګو کیږي.
تراوسه وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د پیل شوو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc01qo.2bqe18j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته