دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۵۵
د مطلب کود : 153648
اقتصادی رشد؛ د نړیوال بانک آمارو څخه تر حقیقی ډګر پوری
نړیوال بانک په یو ګزارش کی لیکلی دی چی افغانستان په جاری میلادی کال کی د خراب امنیتی وضعیت درلودلو سربیره، اقتصادی نسبی رشد ته رسیدلی دی. ددی ګزارش په اساس، افغانستان اقتصادی رشد ددی کال ترآخر پوری ۲.۶ سلنه ته به ورسیږی، په داسی حال کی چی دا آمار تیر کال ۲.۴ سلنه وو. د نړیوال بانک ګزارش په اساس، افغانستان داخلی ناخالص تولید حقیقی رشد په ۲۰۱۴ کال کی ۱.۳ سلنه وو او په ۲۰۱۵ کال کی ۱.۱ ته ورسیدل چی ددی هیواد سیاسی ثبات او اقتصاد ته ښه آمار نه وو. په دی ګزارش کی راغلی دی چی داخلی غوښتنو کموالی او سرمایه ګذارانو باور کموالی سره، ناامنی او سیاسی راتلونکی خرابیدو سره ددی هیواد اقتصادی رشد سطحه د ۲۰۱۴ کال څخه کښته سوی دی. د ګزارش په اساس، د افغانستان داخلی ناخالص تولید نسبی رشد په جاری کال کی د مالیاتو ښه مدیریت له امله دی. په دی ګزارش کی راغلی دی چی دولت مالیاتی لاسته راوړنو میزان په لمړیو اخیرو اتو میاشتو کی ۱۳ سلنی ته لوړ سوی دی. دا ټولو سره د اقتصادی مسایلو پوهانو په باور، افغانستان په شان هیواد لپاره چی دولت یی تر غاړه پوری په مالی او اداری فساد کی غرق دی او عمومی خدمت رسونې لوی برخه د خارجی مرستو او مرسته کوونکی اقتصاد په اساس څرخی، همدا لږ رشد کولای سی هیله مند واوسی او د هیواد نابسامان اقتصاد راتلونکی ته یو ښه مثبت اغیز وی. له بل لوری، ناظران وایی چی دا یواځی کافی نه ددی؛ ځکه د هغوی په نظر د سرمایه ګذاری ارزان او آسان زمینو شتون سربیره، اوس باید زموږ هیواد د لوی او کوچنی سرمایه ګذارانو د یو لوی سیل شاهد وای چی د اقتصاد په رکود کی بندون سره مخ سوی دی. سربیره پردی چی زموږ هیواد مس او وسپنې او نیوبیم او لیتیم او سره زر او په سلهاوو نورو لویو زیرمو یو لوی معادن دی. همدارنګه داسی هیواد دی چی اقتصاد زراعتی پاته کیدو له امله او له بل لوری د زراعت سنتی پاته کیدو له امله سخت اړتیا و صنعتی کیدو ته لری. سربیره پردی، د افغانستان دولت ارزښتانکه هڅو او تشویق سره په دی تیرو کلونو کی، د سرمایه ګذارانو لپاره په نظر کی نیولی دی او ارزان او سرمایه ګذاری لوی زمینو شتون سربیره، اوس نه یواځی دا چی باید سرمایه ګذاران دا هیواد ته راغلی وای، بلکه حتی د سرمایه ګذارانو د تیښتی خبری هم خپریږی. داسی په نظر رسیږی چی افغانستان دولتمردان دوه مهم مشکل او معضل ته چی د سرمایه ګذاری اصلی موانعو څخه دی، توجه نه کوی او هغه ناامنی او فساد دی. امنیت، د اقتصادی پراختیا لمړنۍ شرط دی. د افغانستان دشمنان هم همدا نقطه ښه نشانی کړی دی او په ناامنی سره یی تر هدف لاندی نیسی. د مثال په توګه، هغه پیښې چی په تیرو کی رامنځته سوی، د ابریشم تجاری لاری بیرته احیا کولو لپاره د چین او افغانستان مشترک هڅه چی د طالبانو سخت غبرګون سره مخ سو، د همدی کار شکاره کوونکی وو. د عینک مس معادن چینی کارګرانو باندی برید هم د نورو بیلګو څخه دی. د همدی لپاره که چیری دولت امنیت ته جدی توجه ونه کړی نه یواځی به همدا لاسته راوړنه هم له منځه ولاړ سی، حتی تیر کلونو لاسته راغلی لاسته راوړنی او پرمختګونه هم به له منځه ولاړ سی او سرمایه ګذاران مجبوره سی چی د هیواد څخه تیښته وکړی. بل لوی مشکل او معضل فساد دی. د افغانستان مریض او په فساد باندی لړلي اقتصاد د بین المللی هغه استندردونو سره چی اقتصادی پراختیا کی مهم دی، هیڅ همخوانی نه لری. په دی منځ کی، د خلګو سخت وضعیت، د بیکارانو لوی لشکر او ددی هیواد راتلونکی په وړاندی ناهیلیتوب استیلا د خلګو په منځ کی، د هغه نورو څیزونو څخه دی چی نړیوال بانک آمار او اقتصاد باندی هغه مستقیم پیامدونه او اغیز، د خلګو معیشت او اشتغال ترپوښتنی لاندی راوړی. بنا پردی، دا آمار حتی که صحیح هم وی، ترڅو چی اغیز یی د خلګو روزمره ژوند کی شکاره نه سی، په یواځیتوب سره نه سی کولای یو لوی او هیله مند لاسته راوړنه وبلل سی.
https://avapress.com/vdcc01qs42bqpe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته