دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 113246
په یمن کښې پینځو بم چاودنو یودیرش (۳۱) کسان ووژل .
دیمن په پلازمینې صنعا کښې دشیعه مسلمانانو په جوماتونو او دفترونو کښې په پینځو بم چاودنو کښې یو دیرش کسان مړه او په لسګونو نور ژوبل شول .
ددغو ترهګرو بم چاودنو مسوولیت داعش وهابي تکفیري ترهګرې ډلې چې سعودي عربستان ، ترکیې ، اردن ، متحده عربي اماراتو، امریکا، بریطانیه ، فرانسې او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو خپلو هدفونو ته درسیدا لپاره په ګډه جوړه کړي ده پرغاړه اخیستی دی .
داعش وهابي تکفیري ډلې وویل دغه بم چاودنې دیمن له حوثي غورځنګ څخه دبدل داخیستلو لپاره شوي دي .
دیمن انصار الله ولسي غورځنګ دهیواد ډیرې سیمې په خپل کنټرول کښې لري .
دیمن پرضد د سعودي عربستان او دنورو عربو هیوادونو له هوايي حملو وروسته دسعودي عربستان تر ملاتړ لاندې ترهګرې ډلې دیمن په داخل کښې هم په بم چاودنو سره کوشش کوي دعربستان په مشرۍ له تیریګرو هیوادونو سره خپلو هدفونو ته په رسیدا کښې مرسته وکړي .
دغه راز دیمن سیاسي ډلې په جینیوا کښې دملګروملتونو په مینځګړتوب سره دخبرو په حال کښې دي خو دغو خبرو تراوسه د یمن دکړکیچ دحل لپاره کومه نتیجه نه ده لرلي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc01qse2bqsi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته