دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۶
د مطلب کود : 133947
له افغانستان سره د نړیوالۍ ټولنې د همکارۍ پر دوام د اوباما او مېرکل ټينګار
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما چې جرمني ته تللی،تېره ورځ د المان له لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل سره په لیدنه کې وویل چې نړیواله ټولنه له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې ژمنه ده او واشنګټن او تړونوال یې په افغانستان کې له ترهګرو سره د جګړې په حال کې دي.
هغه یوځل بیا په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت لپاره د نړیوالې ټولنې په اوږد مهاله همکاریو ټينګار وکړ. ښاغلي اوباما د جرمني له لومړې وزیرې انګیلا مېرکل سره په برلین کې د لیدنې پرمهال وویل چې له افغانستان څخه نړیوال ملاتړ یوه اړتیا ده. اوباما څرګنده کړه:« موږ په افغانستان کې د سولې او آرامې د ټینګښت لپاره د جرمني او د ناټو نورو متحدینو ترڅنګ به وو.» اوباما د ترهګرو ډلو په وړاندې د نړۍ پر یوموټي‎والي ټینګار کوي او وايي چې ټوله نړۍ د ترهګرو د له‎منځه وړو په اړه یو شان نظر لري. په همدې حال کې د جرمني لومړې وزیرې انګیلا مېرکل په افغانستان کې د سیاسي ثباټ د ټینګښت په برخه کې د برلین او واشنګټن د هڅو خبرې کوي. مېرمن مېرکل په دې اړه وویل:«موږ په افغانستان کې سره ډېره همکاري لرله. موږ دې همکارۍ ته دوام ورکوو. په افغانستان کې د پوځي همکاریو ترڅنګ د سیاسي حل لارو د رامنځته کولو لپاره هم هڅه کړي دي. موږ په دې هېواد کې په سیاسي حل لارې ټینګار لرو.» دا په داسې حال کې ده چې د جرمني حکومت په افغانستان کې د دغه هېواد د پوځیانو مأموریت د یوه بل کال لپاره هم وغځوه. جرمني په افغانستان کې ۹۸۰ سرتېري لري چې ډېرشمېر یې په مزارشریف ښار کې مېشت دي.
https://avapress.com/vdcc01qsm2bq1o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته