دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 103940

افغان پولیس وايي، کابل کې د ځانمرګي برید مخه ونیول شوه. پر همدې مهال، د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امنیتي ځواکونو پر ناهمغږۍ نیوکه کړې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل شمال لوېدیځ کې یې د یوه ځانمرګي برید مخه نیولې ده.
سرچینه وايي، اورپکو غوښتل له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر په کابل ښار کې وچووي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه بله خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، چې د کابل بګرامیو ولسوالۍ کې یې د سړک غاړې یو ځای پرځای شوی ماین کشف او د امنیتي ځواکونو له خوا شنډ کړل شوی دی.
ننګرهار
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې یې پنځه اورپکي وژلي، چې د ځانمګریو بریدونو هوډ یې درلود.
د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې  ویناپاڼه کې ویل شوي، دغو اورپکو غوښتل، چې تېره شپه له چاودېدونکو توکو خپل ډک هینو موټر په ننګرهار ولایت کې وچووي.
سرچینه وايي، دغو کسانو غوښتل د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ په غورابک سیمه کې وچووي.
ددوی له خوا د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودلو له کبله ځانمرګي برید ته چمتو شوی یو کس او څلور نور ښکېل کسان پکې ووژل شول.
د افغانستان امنیتي سرچینې وايي، په چاودنه کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
پکتیا
بل خوا، د کورنیو چارو وزارت وايي، د پکتیا پولیسو یو صرف موټر، چې له چاودېدونکو توکو ډک شوی و، له چاودېدونکو توکو له یوه ډک واسکټ سره د دغه ولایت د زرمت ولسوالۍ په اړوندوه یوه سیمه کې نیول شوي.
دغه موټر د زرمت ولسوالۍ له حاجي عمر بازار څخه کشف شوی او ترلاسه شوی دی.
افغان پولیسو ویلي، د وسله والو پلان دا و، چې دغه موټر د زرمت ولسوالۍ په بازار کې وچووي.
تر اوسه ددغې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو د پولیسو څېړنې روانې دي.
په وروستیو اونیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په یوشمېر سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفانو بریدونه ډېر شوي دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc01qsx2bqxo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته