دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 88694
د کندز په خان اباد کې د ماین چاودنې ۸ سیمه ییز پولیس ووژل
د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې نن غرمه مهال د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې اته سیمه ییز پولیس ووژل شول او یو بل ټپي شو.
د کندز د خان اباد ولسوال حیات الله امیري ازادي راډيو ته وویل؛ دا پېښه هغه وخت وشوه چې؛ د سیمه ییزو پولیسو موټر په یوه ماین وربرابر شو او د چاودنې له امله د اوبو یوه کانال ته ولوید.
درې سیمه ییز پولیس تري تم دي؛ خو امیري وايي چې، لټون یې روان دی.
له بلې خوا د دې ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ جنایي امر په یوه بله چاودنه کې ووژل شو. په دې پیښه کې چې په اقتاش نومي سیمه کې وشوه؛ درې پولیس او د څارنوالی یو کارکونکی ټپيان شوي هم دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc0eq4.2bq4o8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته