دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۰۱
د مطلب کود : 116946
د کندز ښار د وضعیت په اړه ضد او نقیض معلومات ورکول کیږي
په سیمه کې د ازادي راډ‌یو خبریال د قومي مشرانو او عیني شاهدانو په حواله وایي چې د بالا حصار سیمه هم د طالبانو لاس ته ولویده.

خو د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني وایي، عملیات روان دي خو تر اوسه د کوم خاص پرمختګ خبره نه کوي.

د ازادي راډيو خبریال وایي چې جنګي جیټ الوتکې د کندز پرهوا ګرځي او عملیات کوي.

له دې وړاندې چارواکو ویلي وو چې طالبان د ګڼې ګوڼې او اوسیدو په سیمو کې دي نو د ځپلو عملیات یې په احتیاط سره مخ ته ځي.

ملي امنیت ریاست بیا وویل چې د کندز د عملیاتو پر مهال د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي او یو شمېر نور طالبان وژل شوي دي.

طالبانو د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمختګ رد کړی او ویلي یې دي چې د نورو ولایتونو طالبان هم کندز ته رسیدلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcc0eqse2bqso8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته