دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 102743
په پروان کې د مخالفینو یوه لس کسېزه ډله د سولې له پروسه سره یوځای شوه
په پروان ولایت کې د وسله والو مخالفینو یوه لس کسېزه ډله د سولې له پروسه سره یوځای شوه.
د پروان د سرپرست والي ویاند عبدالوحید صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دې ډلې مخکې د پروان ولایت په غوربند درې کې د دولت ضد فعالیتونو کې لاس درلود.
ښاغلي صدیقي وايي، چې مخالفین د سیمه ییزو پولیسو او د پروان د سولې د کمیټې په هڅوله دولت سره یوځای شول.
نوموړی وايي، چې له دې سره به په غوربند دره کې امینتي وضعیت ښه شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc0iqs12bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته